(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد عبدالحق بیتاب په شعرونو کې طنزي توکي

پوهنمل محمود نظری
استاد عبدالحق بیتابد ملا عبدالاحدعطار زوی  په کال  (۱۲۶۵ه ش)کې دکابل د ګذرقصاب
په کوڅه کې زېږېدلی دی، په کوشنیوالی کې  ماماګانو ملا عبدالغفور اخند
 زاده او ملا عبداللهوروزی بیا د قارى عبدالله خانشاګرد سو.
 بیتابصاحبدادبیاتو او علوم بشری پوهنځی ولوستل  بیا  همغلته استاد مقرر سو ، په کال  ۱۳۴۴ کې سناتور سو ، په کال ( ۱۳۳۱ )کې يې د ملک الشعرا ستاینوم تر لاسه کړ.
د بیتاب  صاحب تالیفات:دبدیععلم،مفتاح الغموض فی علم،قافیه او عروض.علم معانی، د بیان په علم کې روانه وینا، دبیتاب دیوان، او داسې نور
د هغه شعرونه ساده   او دولسې اصطلاحاتو او متلونو ډک دي، او په ځینو شعرونو کي طنزی توکې لیدل کیږي
ژباړه:
 تر اخیره د خپل بدو سره وهي
د کولنګی چرګ په غیرت مین سوی یم
یا
د یار لپاره به فرش کړم د سترګو پردې
څه کیږی که خوار مین څوکۍ او میز نه لري
 
کله يې په غاښ وم کله يې نوکاری
 دخپل  حریف په مخ اوسر  پړانګ سوی یم
 
ماته رښتیا ووایه زما ګرانه په وجدان دی قسم
دا غوړه مالي ده یا له  زړه مینه کوې
 
داچې طنز دنیوکې اوظرافت یوترکیب دی هغه زړښت په دې ترکیب بیانوي 
ژباړه:
 
د زړښت وار راغی په خوله کې غاښونه پاته نسوه
ډوډۍ  مي خواته نه کیږي اشتها چندان پاته نسوه
نور ډوډۍ اوزه په مات زړه   حسرت خورم
له دې پرته بل شی زما لپاره پر دسترخوان پاته نسوه
داچې استاد خلیلیتوړی و بیتاب هغه  ته  په ټوکو وايي
ژباړه:
نه دی می لیدلی په دنیا کې داسې عارف لکه تا الکن
په ځانګړې  ډول چې ته ته ته واي يي حه حه حه حسن
قه قند یا شه شکر یا خلاصه  خوخوخوله
هه هی هلا را راشه زما ش ش شه زم زم زما زه زړه
بیتاب صاحب  ددې  ازمایلو په اړه په طنز وايي
ژباړه:
د نړۍ ددرس له  امتحانه خجل سوم
ترڅو امتحان واخلم او امتحان ورکړم
بیتاب صاحب  د ازادی  مین او د استعمار دښمن و هغه په اغراق  وايي
ژباړه:
 دسیلاب لاره په خځلو تړل
په وېښته دروند غر کشول
زنګي په پریولو سپين ول
په ککرۍ دغره  سرته پورته کیدل
نه دی دومره سخت او ګران
لکه ځان د بل تر لاس لاندې لیدل
 بیتاب صاحب  د خلیلي له مدح وروسته په هغه نیښ جګوی ا و وايي
ژباړه:
 دمستوفی الممالک دي ځای جنت سي
 چې ولاړ،دې نړۍ ته  به يې ثانی رانسي
 دهغه بزرګ او د اهل قلم پیشوا
خولږ څرک يې لیدل کیږي په خلیلی کي
بیتاب صاحب  وايي په دې نړۍ کې هیڅ خوشالي بې غمه نه ده هر ګلاب ځوز لري
ژباړه:
 هرچیری چي نوش لیدل کیږی نېښ لري
د دې نړۍ په بڼ کې یو ګل بې ځوزه  نه دی
 دیار د بی رحمی په هکله وايي
ژباړه:
  لاسخت کیږي دهغه بې پروا ډبرین زړه
ماتوی نمکدان  د مالګې خوړولو وروسته
استاد بیتاب  په کال ( ۱۳۴۷  ه ش)  په کابل کې  د( ۸۳ )کلني په عمر   مړ سوی دی
-
بېرته شاته