(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماچه دمینې ابتدا ا وکړه

ماچه دمینې ابتدا ا وکړه
تا په ستم کې انتها ا وکړه
نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه
دا مې روا که نا روا اوکړه
ای دفطرت نه بې خبر واعظه
بس کړه رندانو ته دعا اوکړه
زلفې مې ښکل کړې ستا ، چه تا به ویل
چه دسودا دې څه دوا وکړه
یو اسویلې مې دزړه ډاډ پاتې وو
دا دځوانې خبره چا اوکړه؟
دمینې غم څه عجیبه ِغوندې دۍ
چا ترې خندا او چا زړا اوکړه
ما ورته ویل چه څه اقرار وو زمونږ
وې چه ته دا خبره بیا اوکړه
راغله خلوت ته دنکهت قاصدان
سپرلیه تا ډیره خطا اوکړه
دا به په تاهم ازمیښت وې زما
څه از میښت خو ته په ما اوکړه
ګل په پښه کې داغزو ښکارې
بلبله تا ولې ژړا اوکړه
شوې دقفس سره آشنا بلبله
چه په بهار دی زړه هوا اوکړه
که په څو ډوله دې ځان پټ کړو آشنا
په هر انداز کښې دې ریا اوکړه
ګل درخسار دې په کوم څیز وغوړید
چه شکریه مې ستا حیا اوکړه
اوښکو سحر شو، که اشنا راغۍ
څنګه ناڅاپه مو رڼا اوکړه

حمزه دوخت غوندې ټال نه شو ، لاړ
وایې یاران چه یې جفا اوکړه

امیرحمزه خان شینواری‬‬

-
بېرته شاته