(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشايق جمال په شعر ونو کې طنزونه

پوهنمل محمود نظری
۲
شايق جمال د سانسور  په خاطر خپلې لیکنی  په انیس کې « د قلم د لیونتوب »تر نامه لاندې خپرولي چې  د هغه دا ډول شعرونه اوس  دترزیق په نامه  مشهور دی
ژباړه:
  (...نن   سهار مي طبع لکه د جانان قد لوړ و
 د پسرلي هوا لکه د یار کمیس معطر اوصفا و
 بېله دې چې سوچ مي کړی وي یا تندی وموښم
یو  نوی او ښه غزل مي تر سټوني راغی
 او د پزې له سوریويې کله کشک  کوئ
ما چي هر څه  خپل  زري قلم ولټوی  
چې ما د بندل خان بزغاله د چرګې له ښکر څخه  توږلی و
پیدامي  نه کړ، له دې ویرې هسي نه چې د هغه دکربوړي مانا زما له دماغه وا لوزي
ژر مې د واورې رشبیل د نقلو په مربا غوطه کړ
د خپل اس د پتلون... مي ولیکی)
 د هغه یوبل ترزیق طنز داسې دی  :
ژباړه:
پسرلی راغی نړۍسوه بیا جوجو
د بارانې د بڼ سپي کوي غوغو
نهالان سر په سر پښوته انګور
ستاسو د بام سیر شپږ  کاسې زنبور
دګلاب اویاسمن جنګ دی په حلوا
د شلغم ګل په ښاخ کې د حوض بالا
نه پوهیږم زردالو ته چا ورسوله اوازه
چي فواره دناک لاندې  ده ویده
له نازبو پټاټو اور واخیسته
 ځکه کینا د کوثر لمن نیولې ده
 په داوودي کې د بادنجان سر ننوت
د  ګازرې د هجران غم ووت
راسه بزګره چې وخت د  ټوپ اوخېز دی
زما لورلکه ستا پټکی تیز  دی
راسه چې اوس وخت د کښت او کر دی
وګوره ګیدړ سپور د پچې پر سر دی
پر بام د چنګاښ هګۍ په شا کړه
 زما سره هم خپل غو ا اشنا کړه
د فرنی ګل د دلدار په سر کښېږده
 د چنګښي په شا  میخ اوتار کښېږده
 له  غاټوله  هره خوا شمع اوچراغ دی
د کارغه دماغ لکه چورندک داغ دی
د هاشم خان    په  وخت کي ددې  ترزیق خندا هم غنمت وه که څه خلکو د هغه ځینې بیتونه تغیرول خو  د سانسور دستګاه په هغه کې څه نسوای پیدا کولی.

 

-
بېرته شاته