(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلمینه ډوډۍ او ټپیزی

غلمینه ډوډۍ
کورکښې لرو زړه مینځلي شړۍ
میلمه ته ږدو غوړه غلمینه ډوډۍ

چاته مونږ نه ګوروپه بدوسترګو
لانجي اوغوټي خلاصه وپه جرګو

راغواړو تاسي څې جرګي منۍ
کور کښې لرو زړه مینځلی شړۍ

مونږه انسان دخدای بنده بللی
دنړۍ ونډه کښې موخپل ګڼلی

له ژبی٬رنګ،کسب ومذهب سره
تعصب مونشته،بل نصب سره

دسولی څرک مونږرابللی راځۍ
کورکښې لروزړه مینځلی شړۍ

زمونږه خاوری ته چا بد کتلي
په زخمی سرپه لاسو شوټ وتلي

دوي تښتیدیلی نیمه شپه کښې په شا
مونږ یې بللي یو دوي توره بلا

مونږبلا نه یوزمونږه موروه زمرۍ
کور کښۍ لرو زړه مینځلی شړۍ

تاریخ لیکلي داسي ډیري کیسي
راشي په سترګوزمونږرښتیا ووینۍ

مونږ یوپه خپلوکښې یوموټی مدام
افغان تاریخه نه تاسي واخلی الهام

زمونږ ته له هرڅه ګرانه خاوره لمړۍ
کورکښې لرو زړه مینځلی شړۍ
 
 ټپیزی
له کوره ته څې ووتلې
زاړه کنډونه تیریدلې
کله څې ما درته کتلې
له ټیکری لاندې شرمیدلې
په اوږده لارکښې درپسې تلم مین دی کړمه
مخ په ګدر راغلې پلمه کښې
منګۍ دی کیښود په اوږه کښې
څنګه راووتې غرمه کښې
ټینګه ولاړه یې وعده کښې
پخي وعدي په خوږې مینې آشنا کړمه
ګدر کښې جوړي ګونګوسي شوي
همزولو سترګي په ما سري شوي
د پیغلو سترګی پي رڼي شوي
دبخت د زړې پاڼي شني شوي
اوس به مورکۍ ته داکیسي څنګه وکړمه
غوټۍ دمینې مې غوړیږي
غوټه دستونزو مې سپړیږي
سپیڅلی مینه مې تخنیږي
څه په نصیب کښې هغه کیږي
دې پخې مینې په ځوانۍ لیونی کړمه
ته مې طبیب د لیونتوب شه
ته مې تعبیردمینې خوب شه
ته مې مدام غږدویښتوب شه
ته مې ښه لاردځیلمیتوب شه
دژوند ګوډله په خوشالی کښې رڼا کړونه
امرالدين سرحد
-
بېرته شاته