(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا مینه می په زړه شوه

ستا مینه می په زړه شوه پروت ارمان وغزیده
بی صبره شوم جانانه امتحان وغزیده

 
د زړه په کور کی ګوره څونی کیښوله داغونه
هر داغ کی یی دردونو یو جهان وغزیده

 
تا څومره بی غوری کړی رازه په خپله ګوره
امید کی د وصال ومه هجران وغزیده

 
باران د اوښکو جوړه شوه تصویر ته کله ځیر شوم
فصلونه سیلابی شوه او طوفان وغزیده
 
امین الله اسحق زی
-
بېرته شاته