(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

طنز
منیستان
دلته هر سړی دی  پوره  یومن
زه من  ته من هغه  هم  دی من
ټول منان دی سیاستمداران
واړه د سیاست دی شوقمن
 چي خبره له خولې سر راباسي
 درته راچپه کوی چرچیل او ترومن
په سیاست کې لینګته اچوي هیتلر ته
اسمان ګزوي   په سترګوهر پمن
په دین کې یې مولویان شاګردان دی
په عمل کې دي تر ټولو بدلمن
ددین ښه  روان واعظان دی
 په فساد تر ټول  دی خوښمن
په فساد کې ددنیا اول لمبر دی
 بیا هم په لاری رهی وی خیالمن
ټول د خبرو پهلوانان دی
په عمل خپله دی  شکمن
د جهاد په خبرو کې زمریان دی
په نورو ساتي خپل  مور دوطن
دا وطن به  تر هغه جوړ نسي
 چې خلک يي کم نسي تر من
 دا خلک دی خدای  روغ کړی
سکټ لیونی دی دپردو دی ګېله من
کله به سي  سوله دلته  ډاډمنه
 چې چکه چور برزګان  نه غواړي امن
خدای دی داچور لیوني کړي روغ
چي پيدا نسي  په وطن کې یو من
 

 

 
طنز
هغه څوک خوږوي !؟
د جمعی په  لمانځه کې ویل  مولوي
لوڼې ورکړئ وخت دی خرنجاوي
ساده کاکو چې  لس کلنه لور لرله
په لټه کې سو هرېخواته د خپلوي
هغه يې په شنو لوټو وپلورله
ور یې کړه یو پوخ سړي ته  شناوي
د واده لپاره يې تیاري ونیوله
د خاله لور یې ووتله په نویلي
د واده  په شپه یې هغه سینګار کړه
په هغې یې واغوستل نوینوزي کالي
دشپې چې کاکا کورته بوتله
له هغې سره يې پيل کړه بې روي
سهار وختي بیرته کورته راغله
پلار ته  یې وکړه  د شپې د ظلم غاوي
پلاریې وپوښتله ولي راغلې بیرته؟
ولي سوې يې دومره اسکېلوي؟
ول پلار ! هغه بابا دی زموږ مدعي
ورک يې که په ځای کې څوک خوږوي
***
یوله  بې روزګاري سو سپاهي
دوی میاشتی یې وکړه ارچ مرچي
بیا  یې واستوی هغه  پوستې ته
دشپې یې ولید زور د عسکري
سبا وتښتید کورته بېډوي
پلار یې ویل ولي راغلې  الوي تلوي
ول تنخواه  یې ډبله  ده ګرانه  پلار!
هلته ټکان سړی خوب ته نه پرېږدي
 
خرنجاوي ( خللی)، غا وي(فریادکول)،بېډوی( بې فکر)،شناوي( ماش اوبرنج ږیره)، الوی تلوي ( په بیړه)، اسکېلوي (اسویلی)،نویلی ( هغه ښځه چې واده ته  ښځې خبروي ).
 
 
-
بېرته شاته