(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سړي بدلګیږي

داتريو تندی د پردي کورپه سړي بد لګيږي
بل نغری دبل چا اورپه سړي بد لګيږي
 
چې موژوندون دبل په کلواو کوڅو تيريږي
محتاج وختونه د پيغور په سړي بد لګيږي
 
بدې شيبې د محتاجي  په اجنبي ملکو کې
دا محنتونه سپکې سپور په سړي بد لګیږي
 
د ژوند نا خوالو ستړي ستړي کړوچاره نلرو
داسې فضا د ظلم ، زورپه سړي بد لګیږي
 
د زړګي اه! مو تر اسمانه فريادونه کوي
دا بيغوري نا حقه تور په سړي بد لګیږي
 
نشته چاره دې بدحالت نه د خلاصون چرته کې
عذاب وختونه لور په لورپه سړي بد لګیږي
 
ربه يو لاس کړيدا خواره او مرورافغانان
د بل په لمسه وژل ورورپه سړي بد لګیږي
 
څو به مهاجر يو د وطن ارمان په زړه کې لرو
د غه اوږد لاس بل ته د پور په سړي بد لګیږي
 
نه خوشالي شته پدې سيمه نه درمان د زړګو
دا لباسي  خندا د زور په سړي بد لګیږي
-------------------
سمیع الدین افغانی
 
 
-
بېرته شاته