(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ دلاور جنرالان

طنز
څو تنه جنرالان اخته وه په غوراوتړ
د لاور د لغت په مانا يي وو بړ بړ
 یو ویل دلاور هغه دی چې وي ځیګر ور
 بل ویل  چې په جنګ کي وي په زړه ببر
چي دجنګ په ډګر کي وی شین زمری
 هغه چې  د دښمن سره جنګیږي میړنی
چې د دوښمن وژلو ته  وی رنګ بنګ
هغه چي د غیرت په  وینو سي رنګ پنګ
  هغه زړن وي ددښمن په  اخ اوډب
  هغه چې نه تښتي د دښمن د ډزو غړپ
ونه ویریږي د دښمن   د داوو او ډنګلو
ونه ډاریږي د حریفانو د تورونو او پيغورو
توره باز  وي که څه  شرایط وی انجربنجر
دننګ په تړه رهي وي  که څه ه وي کندوکپر
ډیر و جنرالانو خبری کولې  اوپرې پوپرې
ډیری خبری یوړوی پورته کښته  پورا پورې
ډیرو دځان  کولې ډول ډول لاپي شاپي
ډیر ویښتلې له ځانه ډول ډول ساټي باټي
په اخیر کې یو ویل  هغه دی دنن ورځي دلاور
 چې تیز واچوي تر شا ونه ګوري تر اخیر
خپله په لاري   رهي سو ارمل خرمل
د اوږی  نښان  اوستورو يې  کوی جل بل
  هغه  په مخ رهي و په دینګ دینګو
ښه پهلوان  ،غټ ، جګ او  ډانګو
ډرت يې سو  تر شا يې هیڅ ونه کتله
د نور و  جنرالانو په  خبرو يې خندله
***
زموږ دلاوران اوس سوی همداسي
خلک په خپلو نښانونو ختا باسي
تر زرو ډیر لرو اوس مارشالان جنرالان
ځکه دې مقام د رسیدلو لاره  ده اسان
وییونه :اوپرې پوپرې ( بې ارتباطه خبرې)، ارجل برجل(ګډوډ)، پورا پورې ( یوخوا بله خوا)،ډانګو( جګه تنه)،بړبړ( په لو ړ ږغ خبرې).
 
 
-
بېرته شاته