(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وړی ماشومی شهادت

زړه دننه په ګوګل کی په لمبو شو
په غمونو په ژړا او په سلګو شو
 
چی شهادت می د وړي ماشومي ولید
سر تر پایه می وجود په رپیدو شو
 
نن د اوښکو په ځای ویني ترینه څاڅی
راحسار اوس په غمونو اندیښنو شو
 
ژړوی می شهادت ددی ماشومي
ټول قوت او زور می سم په نړیدو شو
 
د شهیدی انځور ما باندی غم راوست
ځکه زړه می په نارو او په سورو شو
 
د زړه ستني ئی له بیښه نه نړیږی
خندا ورکه روفي په ژړیدو شو
-
بېرته شاته