(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ولې مري


دا د چا په لاس او خله مري پښتانه؟
چې په خپل وطن کاله مري پښتانه
نه قاتل او نه مقتول په دےخبر دے
چې دا ولې او په څۀ مري پښتانه
د جنت په طمع هغۀ به ځان وژني
ورسره پنځوس شپيته مري پښتانه
داسې کور نشته چې يو او دوه ئې نه مري
کله کله شپږ آته مـري پښتانه
د ا جابر خلک په دې خبره پوه دي
چې ارزان دي او ډير ښه مري پښتانه
د خپل مړي بدل تل اخلي فيروزه
د پښتون په خاوره نه مري پښتانه
-
بېرته شاته