(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمينې ننګ

 
سترګې رانه ګرانې،ستادسترګوسره جنګ غواړي
ساز رانه غوږونه ،ګرانې ستادبنګړو شرنګ غواړي
 
شنډې مې سوالګرې دي،دسروشنډوسوالونه کړي
غواړي خيراتونه،ستادسرو شنډو قلنګ غواړي
 
ډک دميوخم که په سر واړوم،لاتږی يم
تنده مې دشنډو،ستا دشنډويوجام بنګ غواړي
 
مخ مې په وهلو ستا دتور وزلفو روږدی دی
بيا ګرانې له مانه ،ستادتوروزلفو شړنګ غواړي
 
زړه مې دپاريس له خوشبويو ځنی موړ شويدی
ګرانې ستا دزلفو خوندور بوی دلونګ غواړي
 
ژبې نه مې حمد او ثناپاتې ،ستا دعا کوي
ستا دکرکې ډک دزړه بازار،له خدايه ړنګ غواړي
 
ته پکې اوسيږې، دزړه کور کې مې يوازې يې
زړه مې ګرانې پاتې ژوند، يوازې ستا ترڅنګ غواړي
 
ما په ټول احساس ګرانې، دمينې لار نيولي ده
عقل، احساس دواړه مې،دمينې يوغورځنګ غواړي
 
تامې عقل،فکر،هوش او زړه ځان سره وړي دي
ساته يې په مينه ،قيام دومره له تا ننګ غواړي
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
 
09.05.2011
-
بېرته شاته