(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داکومه اشا ده ؟!

طنز
ښکرونه يې دي امریکایي
منګولي يې دي اروپایي
مشوکه يي ده  ایراني
بڼکې یې دي پاکستاني
ځان بولي اصیل افغاني
پوه سوی ؟
یا !
 
پالیسي یې  ده حیواني
ککرۍ یې ده  دبې بریته زمري
تنه يي ده  د ټنډ برګ غويي
کړه وړه يې دي د بیزوګي 
پښه يې ده ګردي  لکه د پيري
پوه سوی  ؟
یا!
 مشر یې ملاریا نیولی خوار دی
وکیل  یې غبن اوډبله مار دی
وزیر یې کیسه براو شوکمار دی
تجار یې د دوجدان بیمار دی
ښوونکی یې ناجوړه نهار دی
پوه سوې ؟
یا!
برزګان یې ټوله غله دي
د یرغلګروسره مله دي
خپلی ګټي ته مړه   پراته دي
دهیواد په غم کي نه دي
 دوطن چور یې دی ارمان
خوښ د بل  دی په دستر خوان
پوه سوې ؟
یا!
بزرګان یې جنتیان دي
په خبرو کې اتلان دي
په چوپر کې ګیدړان دي
په لفافه کې بیګانه پرستان د ي
په تفرقه اچولو کې ماهران دي
کاږه مخه او کوږبحثان دي
 پوه سوې ؟
یا!
 د وطن په چارو کې بې ایمانان دي
له شیطان سره  همکاران دي
د خپلو خلکو دښمنان دي
د بهرنیانو  اجینټان دي
 په قواره کې انسانان  دي
پوه سوې ؟
یا!
بلا درپسې!!!
محمود نظری
-
بېرته شاته