(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د آزادی پريښتې ته

اې د ښکلا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې دلته جنګونه کيږي ناحق مرګونه کيږي په انسانانو باندې اې د سبا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې سپينې سپوږمۍ وګوره دا ترږمۍ وګوه د جنګ د اور په منځ کې ژړا سلګۍ وګوره اې دا صلاح پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې دا ماشومان وګوره زاړه ځوانان وګوره خوار انسانان وګوره د تمنا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې دا سوزول څوک کوي نا حق وژل څوک کوي سپينو پردو شاته بد نامول څوک کوي اې بې ريا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې دا د ژوندون دوښمنان د سباون دوښمنان د دوی څيرې ښکاره کړه دا ديوون دوښمنان رښتيا رښتيا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې رڼا رڼا وکړه د سپين سبا وکړه د خدمتګار په کور کې يو ځلې بيا وکړه اې د حيا پريښتې اې د رڼا پريښتې ولې ړنده کڼه شوې په افغانانو باندې

١٣٧٧ محمديوسف خدمتګار مزدور زوی هيلې يادونه او منزلونه -
بېرته شاته