(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

درده زړه چاودنې ته مې وګوره
زار دې شم لمنې ته مې وګوره
کله مې مازغه او کله زړه سکونډی
دې د فکر غنی ته مې. وګوره
ستورې ستورې کیږی ،خوا له نه راځی
دې د فکر ستنې ته مې وګوره
نه لګوی خله د اننګو په اور
نو تندې کبر ژنې ته مه وګوره
ستا قد د اینځر،زه د چنار قامت
سیاله لګ خو ونې ته وګوره

علی اکبر سیال‬
-
بېرته شاته