(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلي

چې زما مينه ستا په كار نه راځي
ماله جانانه! بله لار نه راځي
زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړ
ماله په خوله چل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو
د دغې ګټې كاروبار نه راځي
ګران د سپرلي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
څومره چې زړه مې وچتېږي ستا له بامه سره
هومره خوېږمه اشنا له هره ګامه سره
اوس په خوبونو كې هم مه راځه بدنامه به شې
كلى هر چا دې پرېښودلى ما بدنامه سره

 دا درد زما د زړه زما درمان څومره ښايسته دى
هر څو كه مې قاتل دى، خو جانان څومره ښايسته دى
چا وينې ترېنه وڅښې چا سپرلو له وينې وركړې
انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى
(عندلیب)
-
بېرته شاته