(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زمادجانان خوی دکمصلو اصل نه پيژنی
تل دزاغانو سره مل بلبلان نه پيژنی

په حلوه ټول لکه مچان دازرپرست ليونی
تل وپردی ډول ته نڅا پتنګان نه پيژنی

 
سرپه سوغات کی ورکوی دازادی پتنګان
پرهرپرهر په سينه پروت قدردان نه پيژنی

 
بياروڼ سهارپه کاڼوولی دقدرت ليونی
بيادارته خيږی سربازان غلامان نه پيژنی 

که می هربنداره اره جانان جانان به وايم
دازادی مستی نغمی غداران نه پيژنی

 
تل لاپی کاندی تاؤبريتونه دادوخت مغلان
عمل يې دی توره تبئی مينان نه پيژنی

 
کړی ودولت ته سجدی دادنستوړی ماران
لمره راخيږه جاهيلان غليمان نه پيژنی

دلته دی قدر  دوړندو ای څورلسمی سپوژمی
 الکوزی  چيغی بغاری درمان نه پيژنی

منان الکوزی کوټه
 
-
بېرته شاته