(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنیکو وطن

خپـل وطن مو وران شو شومحتاجه دپردو وطن
خوږ دی خلکـو خوږ دی د پلارو او د نیکو وطن
 
دلته مجبــــــــــوري ده هر قــــدم کې تکلیفونه دي
دلتـــــــه بې وسي ده هرې خــــوا ته پېغـورونه دي

 
بل غــــوندې قانون دی مایوسي ده زحمتونه دي
هر قــــــدم پردي دي راته ښــــــکاري د میرو وطن

 
خوږ دی خلکـــو خوږ دی دپلارو او دنیکو وطن
څه خو په وطن کې ډېربې شمېره شهیــــدان شول
 
ډېر نور د آبرو خلک بې کــــــوره بې کاروان شول
څوک بیـا په پردي وطن کې پاتې په بیابان شول

 
دا نسل لا پرېږده چې مـــو وران شو دلمسو وطن
خوږ دی خلکـــــــو خوږ دی دپلار او دنیکو وطن
 
څـومره شو بې قدره په بل ملک کې چې اوسیږو
دلته هر قـــــــــــــدم کې د افغـــــــــان په نوم زوریږو

 
ټول عیب په نفـــــــاق کې دی په دې هم نه پوهیږو
وران شو دشملـــــــو وطن د کلــیو او بانډو وطن

 
خوږ دی خلکــو خوږ دی د پلارو او د نیکو وطن
راشئ خوږو وروڼو سره یو شـــــــو د افغان په نوم
 
څو به دا نفــــــــاق وي چې بیلیږو این او ان په نوم
لاس د ورورۍ ورکړوداخـلاص اودایمان په نوم

 
جوړ کړو افغـــــاني وطن د سولې او جرګو وطن
خوږ دی خلکـــو خوږ دی دپلارو او دنیکو وطن
*** *** 
سمیع الدین افغاني
مهاجرت
 
 
-
بېرته شاته