(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبه

څـــــــــــهْ منكر د خپلې موره، څهْ منكر د خپل نصبه څــــــــــــــهْ منكر د خپل تخليقه، څهْ منكر د خپله ربه څـــــــه منکر د یو انسانه ،څه منکر د درست جهانه څـــــــــــــه منکر د خپلې ژبې،څه منکر د خپله ځانه څـــــــــه منکر د خپل ایمانه، څه منکر د خپل مذهبه څـــــــــــــــهْ منكر د خپل تخليقه،څهْ منكر د خپله ربه چې لتا سره مې ويني ټول، ټوپونه كړي په كټ كښې لكه وچ جُوار چې واچی، د نينو سُور شوي بټ كښې كـــــهْ ستا نوم قدرې هم اخلم، راولي په ځان ټول تبه څـــــــــــــهْ منكر د خپلې موره، څهْ منكر د خپل نصبه چـــــــــــې بابا مې خبر نشي، كتاب پټ لېږمه چاپ له ګـوره څومره بدقسمته ئې، زهْ دې غلا كوم انصاف له پــــــــــــــه نامه دې څومره فخر او په برخه څهْ اقربه څــــــــــــــــهْ منكر د خپل تخليقه، څهْ منكر د خپله ربه مـــا به وې پښتون پېدا يم، بل ارمان مې په زړهْ نيشته خو چې زړهْ پرې د چا ښهْ شي،اوس هغه پښتانهْ نيشته فلــــــــــــــــسفيان دي قدم ناّخلي، نسخه غواړي مجربه څـــــــــــــــــــــهْ منكر د خپل تخليقه،څهْ منكر د خپله ربه هـــــــم په خټه پښتانهْ وي، هم ئې كور د پښتون كور ئي خــو چې ژبې ته ئې ګورې، خپله كړې ئې پردۍ مور ئي پـــــــــــــېژندى سړى په قام شي، پېژندى شي قام په ژبه څــــــــــــــــــــهْ منكر د خپلې موره،څهْ منكر د خپل نصبه د لــــــــــــــــقمان دُكان ته ځمه،ترې نه ټول داروُ راوړمه ټــــــــــــــــــــــول به يو په يو رانيسم، دا داروُ به وركومه دا مــــــــــــــــــــــــتل دى يوسفزييه،ادب نهْ راځي بې ډبه څــــــــــــــــــــهْ منكر د خپلې موره، څهْ منكر د خپل نصبه څـــــــــــــــــــــــهْ منكر د خپل تخليقه،څهْ منكر د خپله ربه

Dr. Yasin Iqbal Yousafzai -
بېرته شاته