(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پيغور شپې ورځې

زمونږ په کـــــــور توپان راغلی ټول د خړو ډک وو
ټول وران ويجاړ وو هر يو کونج يې د تيتړو ډک وو

 ډېری ټپيان وو او داﻻن مو ﻻد مړو ډک وو
ﻻ د اسمان زړګی تش نه وو د لوخـــــړو ډک وو

چې د يو بل توپان څــــپې مو په وران کور راغلې
پردۍ لښکرې مو کاله ته بيا په زور راغلـــــــې

 ورانو کوڅو ته مو د غلو غدۍ په چور راغلې
قيامته بيا خدايه شپې ورځې د پيغور راغلې
الحاج الهام الدين قيام
 
-
بېرته شاته