(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راغلـــــــي نا بللــــــــي

خپل ځان او بل پرې وژني خو وسلې پردۍ پردۍ دي
سرونه یې غټ غټ خو ارادې پردۍ پردۍ دي
پوهېږم له مېړانې را وتلي یاست ډګر ته
شپه ورځ سرونه ښندئ خو نقشې پردۍ پردۍ دي
ډېر مه ورته ګډېږه را نسکور به شې کمبخته
نڅاد ډېره وکړه خونغمې پردۍ پردۍ دي
دلوی دښمن مزدورو هم مو وژني هم پرې نازئ
باور پرې کوئ تاسوخو وعدې پردۍ پردۍ دي
سبابېګالګیا درته راوړي دکرکې توري
منم، کاتبان ستادي خوکیسې پردۍ پردۍ دي
دا تاسو یې چې څښئ پکې زهرجنې غوندې ښکاري
شراب به مو دځان وي خوپیالې پردۍ پردۍ دي
ور واچوه واسکټ دې چې استاد دې جنتي شي
زموږ په قبرستان کې خو جنډې پردۍ پردۍ دي
دا نه وینې، چې زانګي بېګناه پاس په هوا کې
سرونه دي زموږ خو غرغرې پردۍ پردۍ دي
 دخدای لوی جهان تنګ کړي لکه سپم دوړې ستنې
زاهد مو کلیوال خو موسلې پردۍ پردۍ دي
قومي مشران راوژني طبیبان او معلمان هم
جامې یې زموږ په شان دي خوڅېرې پردۍ پردۍ دي
لس کاله شوو، چې خوب مو یوه شپه هم سم ونه کړ
بانډې زموږه خپلې خو چاپې پردۍ پردۍ دي
جانانه ځه چې جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
په دې کلابند ښار کې خو ګزمې  پردۍ پردۍ دي
پخپلو کې موږهیڅ وخت سره لاس اوګرېوان نه وو
دوروڼو قومو مینځ کې خوفتنې پردۍ پردۍ دي
دعلم او معرفت په ځای یې سره اورونه راوړل
یو بل تورنوو خو دسیسې پردۍ پردۍ دي
تنکي تنکي ګلان راماتوي دوی در  په در کړې
په لر بر پښتونخوا کې خوحملې پردۍ پردۍ دي
زموږ دکلي مینځ کې نړیواله جګړه پیل شوه
هستي مو دبابا ده خوتوبرې پردۍ پردۍ دي
له سلو قصابانو غوا مرداره شوه هغه ورځ
دوی هر یو ښه ماهر و خو چړې پردۍ پردۍ دي
پرون یې دکرزي ترږیره لاندې بارخر تېر کړ
داته څلوېښتوملکو خو پهرې پردۍپردۍ دي
راغلي نا بللي دې خدای ژرله سیمې ورک کړي
بسمله ملک زموږخو ادارې پردۍ پردۍ دي
-
بېرته شاته