(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنورزي شعرونه تازه شول

 
مونږ سوله غواړو
ګرځولالهانده سرګردانه د زړونو توصل غواړو
هیلي مې پریماني شوي د سولی راووستل غواړو
 
کورپه کورهرچیری مونږ دهر،وره ټکول کوو
ویښ به افغا نان کړودجګړو ژردرید ل غواړو
 
لاربه ورته خلا صه کړو د سولی ولاریون ته بیا
ټوله مونږ په یوه خوله ددي خاورې تسلسل غواړو
 
ورک به د دښمن د چل اوفریب ټوله پلا نونه کړو
لاس که سره یوکړومونږخپل امن تل ترتل غواړو
 
خپل وطن به جوړپه خپلولاسو سم ودان کړومونږ
ویاړد تاریخ پا ڼي ته د ننګ نا موس ساتل غواړو
 
ورک چه دنفاق اوبد بختي داکچکول مات شي ژر
یوبل ته باور په اتفاق کي دیووالي دا ټکل غواړو
 
وینی مي تودی دي د پردو په  نوم غلامي نه منو
زر کاله دي لار کي د دي خاورې آزادول غواړو
 
خپل خلک مي خوښ دي خپله خاوره راته ګرانه ده
ژرترژره ځکه دزندان ددی کړۍ نه ځان ایستل غواړو
 
ښه راته څرګندي  ددوستانود کومک دغه پلانونه دي
جوړه درغلۍ ده ددي مرستواوډالرو،نه غوښتل غواړو
 
مونږته د نیکونواوپلرونو کار نامي دعبرت ټکې دي
ټینګو ارادو ته  د اولس ، په تار تړلي پیوستل غواړو
 
نلرودوستان ټول ګاونډیان راته ګواښونه دجګړوکوې
وربه شوسنګرته د افغان د ننګ شمله بیاجګول غواړو
 
خپل بیرغ  به هسک کړو د غلیم ځالي به ما تي کړو
ټول چه سره یوشوداولس دغه ارمان پوره کول غواړو
 
رابه شي نورزیه لویه سوله دا تیاری ورځی به تیري شي
مونږ به توکُل کړو،ولوی خدای ته ددعا ووقبلید ل غواړو
سپتمبر -  ۲۰۱۱- هالند

داڅه غم دی

خدایه  نن ولی دا  زما زړه په غورځنګ دی                      
د تشویش  ویره می ډیریږی زړه می تنګ دی                      
 
هره لهظه دویراوغم په اورسوځیږمه غمګین یم
صبر مي نشته خوږ ژوندون مي په  ګړنګ دی
 
 دوست  او ملګري د مطلب و آشنایۍ ته ګوري                       
 په هرقدم کی بیله شکه دچل ول دغه نیرنګ دی                       
 
 ما خو په تیرژوند کي یواځې صداقت دی کړي
 د نن سبا هیلې مي مړي شوی  دا څه رنګ دی
 
  د تیرو وختو ښه یاران اوښه دو ستان می څه  شول                        
 ددوي په منځ کي مرګ جاری ژوندون یی ړنګ دی                       
 
 داڅه وحشت او جها لت دﺉ بل څه نه دي ګوره
یو خپل وروروژني بل پرخاندی دا یي ننګ دی
 
که خپله  خاوره  په خپل لاس باندي آ باده نکړو                             
تل به ځوریږواوکړیږوغلیم تل زمونږ پرڅنګ دی                           
د بد مرغی او بد بختی پر لاری مه ځه ته نور
 لوړ دی احسا س کړه خپله خاوره دي لونګ دی
 
د اولس تنده په هنداره کي بربنډه او ښکاره وګوره                           
وطن ناروغ دی په درمل یی دعلاج سره اړنګ دی                            
 
 د خوبه  ویښ شه ای افغا نه  ستا وطن بر باد شو 
 د پردوغښۍ هرګړې ستا د اولس په وینو رنګ دی 
 
 په خپلو لاسو وخپل کورته  د اورونو انګارمه بله وه                                     
ژوند زمونږ حق دي دښمن ګوره زمونږسره جنګ دی                                    
 
 د جنګ جګړوداکرغیړن ناورین به څومره زغمو  
یا به یوکیږو یا ورکیږو، دا وطن زمونږ پتنګ دی
 
 د فر یادو ناری وهم که  یی څو ک واوري  نن بیا                                         
   نورزی ژړیږی چه پرلاره غزید لې لوی نهنګ دی                                        
 
 ولی محمد نورزی      سپتمبر ۲۰۱۱                   
-
بېرته شاته