(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

له ناکامه د محفله سره خاندو
خپل ژاړېږو خو د بله سره خاندو
 
يو مو ډول يو مو اتڼ يوه مو ټپه ده
له بګرامه تر کابله سره خاندو
 
د مسکا فضا تمامه مصنوعي شوه
يو مونږ دوه د زړۀ له تله سره خاندو

څو کسان راته پۀ زړونو کښې پسخېږي
زۀ او يار جې کله کله سره خاندو

پرو نےسلوک ئې هم رانه هېر نۀ دے
نن به ولې د مغله سره خاندو
 
با وري يو پۀ راتلو د يار ګوهره
منتظر يو او له ګله سره خاندو
-
بېرته شاته