(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوړاواز

کــه چیرې خلکـوازادي پــه لـوړاوازوغـوښته
دې کې شک نشته چې تقدیر به یې مننه کـوی
 
دتــوروشــپورڼـاکـیدل پـه سـباون کي پـټ وي
چې پـه راتـلـوکې دتـیارودتـګ غـوښـتنه کوي
 
دازادی دې دروازووازیـــدل هـــلـتــه کــیـزي
چــې اتـــلان دخــائـــــنـــانــوتــل رټــنـه کوي
 
دخلکو نیکي هیلې هــلته پــوره کـیږي وروره
چې خــوښحالۍ وغــم کې یـودبـل پـښتنه کوي
 
دپـتمنۍ عـزتــمنۍ څــښتـنان هـغـه څـوک وي
چــې دالــلـــه ودوطـــن دنـــوم ســاتــنـه کوي
 
پـه ژونـد ومرګ کې بـه پتمن وقدرمن یادیږي
څوک چې د قام تاریخ په ژبه کی څیړنه کوي
 
تـل بــه مـیړه وزړورپـه تــاریخـوکي یـاد شې
هـغه لیکوال چې دبـاطل هـرځای غـندنه کوي
 
دهـرظالم پـای دنـمرودودفـرعـون غوندې وي
وایـي چـې ریبي سړی هـرڅه چې کرنه کوي
 
راشه (علی خـانه) نیکارانـوسـره مـل اوسـیږه
دبـدکـارانـوټــول بـشــرهـرځـای شـړنــه کوي
 
-
بېرته شاته