(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی قیام شعرونه تازه شول

بی خوندی
خپل قسمت مې هم سپيره دی
په روزګارکې هم خوندنه شته
له رقيب مې دښمن جوړدی
خوپه يار کې هم خوند نه شته
 
يارانې  بازاري  شوی
مينه نه شته،وفانه شته
يارديارپه سرسوداکړي
دې بازارکې هم خوند نه شته
 
خپل پردي واړه بدل دي
اشنايان نا اشنا ښکاري
دهرچارفتاربدل دی
په کردارکې يې خوند نه شته
 
ميخانه بدله ښکاري
ساقي هم بدل ښکاريږي
پيالې هم بدلې ښکاري
په خمار کې يې خوند نه شته
 
نه محفل دخوند محفل دی
نه مستي دخوند مستي ده
رندان هم واړه بدل دي
په بنډار کې يې خوند نه شته
 
زه قيام په دې باوريم
چې اخلاص دخوندو،مورده
چې په نيت کې اخلاص نه وي
په هيڅ کار کې هم خوند نه شته
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
 
!مه راځه اختره
 
مه راځه اختره  ستاراتلو ته  موتلوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته
 
هرسړی په ويراخته دی،تاته ېې درپام نه دی
ستاراتګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنشته
 
بيا هم که راځې اختره! تش لاس دلته مه راځه
دابه دچا نه منې چې دلته،جنګسالار نشته
 
هېرنکړې اختره ! که راځې دسولې خير راوړه
مونږدسولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشته
 
راوړه هغه څه اختره کو م چې دلته نشته نور
دلته عدالت نشته، قانون نشته، سرکارنشته
 
مونږته که ته سوله،عدالت اوقانون نه راوړې
نيغ ورځه غټانو ته ،ولس کې دې بيا يارنشته
 
واوره دقيام اختره ! دامطلب  به ياد ساتې
مه راځه يوازې، د يوازې راتګ لار نشته
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني17.080.2011
-
بېرته شاته