(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمينى په نامه

دزړه په شاړه كرونده كې مې دهيلو سپرغۍ وكرلې ،
اودآرمان دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم.  
بيامې دتيږو په ساړه ذهن كې،
دتودې مينې په نوم،
دزړه په وينو ډيوې بلې كړلې.
دشپې په دښته كې مې،
په سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول.
اودبادونو په شګلن بهيركې ،
دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم
اودخداى ټول كلى مې ،
چې شپه او ورځ پكې داوښكو بارانونه كيدل
په يوې اوښكې ،
په يوې وروستنۍ اوشكې ،
پسې ولټاوه.
چې دغمونو دڅپركي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټكى شي
خوته به وايې چې وروستۍ اوښكه ،
مرغۍ شوه،
اوهوا ته،
لاړه.
* * *
كله چې باغ كې،تبر شين شو دنارنجو په خاى  ،
ماته دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه،
او زړه مې، وټوكيده ،
لوى شو ،
   بيرته ورژيده.  
ټوټې ،ټوټې،شو
پاڼې پاڼې شو ،
دباغ په ونو وغوړيده.
دكوم بې نومه،نا څرګنده«چا»خبرومې په غوږ كې انګازې كولې
كله چې ونې مري ،،شمال لګيږي 
كله چې ونې مري ،،نرى نرى باران وريږي
كله چې ونې مري آسمان په چيغو چيغو ژاړى،
سيندونه ساه وركوى،
او چپه كېږي غرونه،
او بيا له كومه نا څرګنده ځايه،
يو لاس راوزي، چي رڼا خپروي،
يو لاس راوزي، چى بادونه تړي،
"يو لاس راوزي، چي له ډاره يې، د تبر خوله كي ژبه سوزي
خو ما كتل چې ونې مړې شوې،
ګلان ورژېدل
په شنو باغونو كې د تبر ترانه جاري شوه،
په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې،
اوخونړۍ سيلۍ په ټول كلى كېوچلېده
شمال ونه لګېده،
نرى نرى باران ونه وريده
غرونه ونه نړېدل،
سيندونو ساه ورنه كړه،
او د اسمان له تكو شنو سترګو نه، يو څاڅكى ونه څڅېده.
له ناڅرګنده ځايه،
د باغ په لوري لاس ونه غزيده،
د خداى په ټول كلي كې،
چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې،
چا د سېليو وزر ونه تاړه،
چا د تبر ژبه غوڅه نه كړه.
.خو د بې نومه ناڅرګنده " چا" خبرې مې تر اوسه لا په ذهن كې دي
* * *
اوس لكه سټړي سرګردانه مرغه،
د باد په ورانو كنډوالو الوزم،
د باد په ورانو كنډوالو كې، مې د هيلو،
سره ګلان،
لټوم.
آلماناپریل (۲۰۰۰)
 
دمینې شرط
ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم
په رګوكې مو سكروټې ګرځيدلې
ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى
له ليمو نه مو سپرغۍ پورته كيدلې
پسرلى و،
ټوله ښايسته وه، دنيا
دوږمې كاروان،
شيندلي وو،
.عطرونه
دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه
له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه.
زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښكل كړم،
دهوس په دنيا سم كړم قيامتونه
تا مې لاس په شونډو كيښود ،
 بيادې وويل:
چې اول مې تور پيكي ته،
سورګل ،
راوړه،
بيامې ښكل كړه دسوركو شونډو سرونه.
اوسورګل،
زموږ دځوانې مينې،شرط شو.
زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ،
.سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم
سمې لټومه، كله
كله،
غرونه،
كله دښتې اوميرې،
كله،
باغونه.
له هر چانه دسروګلوپته غواړم ،
په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم.
نه مې ستا دپيكي ګل ،
چيرې،
پيداكه،
نه پوره مو دنيمګړې مينې ،
شرط،
شو
نه مې ښكل كړل ،
ستا دسرو شونډو، 
سرونه
نه،سمسور شول 
نښتيځلي،
ارمانونه.
 (۱۳- ۸- ۱۹۹۵) آلمان
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود
 
-
بېرته شاته