(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يتيمه!

په تن لوڅ په خيټه وږيه!لاترڅوپورې به ژاړې؟
لاترڅوبه دمورغيېږکې،پروت يې پلاربه له مورغواړې؟
 
خيرکه ووړيې خدای راوړې،رابيدارشه ژړاپريږده
په ژړاکې ګټه نه شته،که ټول ژوند وهې بوغارې
 
له ژړاکړه سترګې پاکې،دژړاعادت نورپريږده
له حالاتو ځان خبرکړه،چې داجنګ جګړي چاراوړې
 
له مورکۍ پوښتنه وکړه،چې  دپلارقاتل مې څوک دی
پلاردچاترهوس جارشوو،داداستان به له مور واورې
 
غداران به درمعلوم شي،تورنيتونه به رسواشي
هغه راز به درمعلوم شي،چې پرې شول سرونه خاورې
 
درمعلوم به شي ظلمونه،درمعلوم به خپل مشران شي
درمعلومه به دې مورشي،چې څه تيردي په دې خوارې
 
درمعلوم به قاتلان شي،درمعلوم به يې اغراض شي
  درمعلوم به دپلارمرګ شي،که پرې ژاړې که پرې وياړې
 
دخپل پلارقاتلان ګوره،ستادپلارپه وينو مست دي   
له مستۍ کاڼه ړانده دي،نه فرياداوري نه زياړې
 
له دوی تمه دڅه مکړه،دوی به تاته څه درنکړی
که له سترګودې داوښکوپه ځای،وينې وهي داری  
 
دوی ايمان په پيسو راوړ،اوس له هريو قارون جوړدی
که ډالر وي ياکلدارې، دوی پيسوته سجدې کاندي
 
دقيام واوره يتيمه! دقاتل په دربا ر ورشه
په هوس يې لعنت وايه،په مخ تو کړه ورته لاړې
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
26.06.2011
-
بېرته شاته