(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعشقری په شعرونو ...

دعشقری په شعرونو کې طنزی توکي
پوهنمل محمود نظري
 
غلام‌نبي عشـقری دمحمدرحیم  زوی مشهورپه صوفی عشقری په کال)۱٢٧۱  ل  (د کابل د  پغمان په چهلتن کښې زېږېدلی دی هغه د  شیرمحمد تاجر مشهور په « داده شیر» چې  دشیرعلی‌خان او امیر عبدالرحمن خان په وخت کې اوسیده  لمسی و .
ژباړه:
 که څه مشهور په عشقری کابلي یم
نیکونه مې د بخارای شریف دی
دصوفي عشقري شعرونه په دوه ډوله ویشلی سو یو څه یې  په ادبي سبک او څه یې عامیانه شعرونه دی .
 هغه دوه کتابه  یو «کلیات)  اوبل (  له خاوری تر افلاکه  عشق)لري
د عشقری دشعر ژبه روانه اوساده ده  چې ډیر  شوخي او نوی مضامین په کښې لیدل کیږي.
صوفي غلام نبي عشقري په کال  (۱۳۵۸ ل) مړ او په  شهدای صالحین کې خاوروته سپارل سوی دی.
عشقری فطرتاً شوخ طبع و ،د هغه په کلام کښې  دطنز رګونه  ډیر لیدل کیږي  دهغه نیوکې ژر زړونو ته لاره پید ا کوي  داچې هغه بیسواده و هغه خپله هم په طنز وايي :
 
ژباړه:
په ذلت کې پاته یم د بیسوادی
نه سوم لایق د څوکۍ او دوتر
 
دهغه  په شعرونو کښې ډیر عامیانه ترکیبات لیدل کیږي :
ژباړه:
په خدای ستا د وصال تلاش لرم
ته راسه زما کور ته  چلو رواش لرم
ستا د فراق ناروغ یم راسه پوښتنې ته  مي
ځګر زر ټوټي  ،زړه  قاش قاش لرم
" چلورواش "  خوشخوره خواړه  دی ،  قاش (دړه)
یا داچي
ژباړه:
خیر که مې ډوډۍ په خټو کښې ولویده
چي  دتیلوبوتل مې په دې تیاره شپه مات نسو
هغه دخپل ژوند په هکله وايي:
ژباړه:
په خپل  عمر کښې مي نه دی کړی واده
مه پوښته له رانجو  او رنګ مې د حنا
زه شتمن یم د  هستی له سامانه
 د دنیا د اهل سترګو ته یم  لکه ګډا!
د هغه یو طنز د ظالم او پردیوحکومت به اړه  داسې دی :
ژباړه:
 ددې هیواد خلک خوشاله سوه
چې خلاص د ظالیم له  شره سوه
د هره ځایه  یې زموږ کانونه  یو وړه
ویې خوړل ځانونه يې ماړه کړه
نه پوهیږم زموږ لاجورد چیری ولاړه
زموږسره اوژیره چیری ولاړه
هر یوه  له  ځان لپاره وکړتلاش
موږ ته یې رانه کړه   یوه قاچوغه اش
لکه انار موږ زړه يې کښېکښی
 زموږ غم يې  د یوه وېښته په کچه ونه خوړی
 هر چیري یي کارګران معزول کړه
ټوله کارونه يي نامعقول وه

۲
عشقری د ښار د  هغوخلکو چې نور یې خپل افغاني غیرت هیر کړی او د خپلی میرمنی سره لاس په لاس ډانس کوي غندي او وايي
ژباړه:
 
انسانیت نسته د اوس له خلکوسره
له خدای  مي غوښتی چې ژر  ورک سی سره
له  دنیا ټوله سوه د غیرت او ننګ کمبله
په بزم کښې ډانس کوي له خپلي خانمي سره
له خدای څخه مي دا غوښتنه  ده مدام
چې ومي ساتي  د هغو له بانو اوخانمی څخه
 
عشقری په خلکو کښې ژوند کوی او په ټولنې کښې ریا کاری ، غولونه او دومخې ویني،  وايي زموږ یو عیب نه لرو چې هغه څوک هیر کړي. مثال ورکوی چې زموږ  ماته هینداره  څوک رانیسي  هغه چې یوازې ماته نه ده  وینو خوړلي او زنګ يې هم وهلی دی
موږ څه ازمايي ټوله شته مو بایلی   او هم مو ننګ او غیرت  بایلی دی
هم هغه په دې غزل کې  تضاد یانی  دوه متضاد  وییونه په یو بیت کې کارولی دی  لکه  زکات او قلنګ. ،سلوک او جفنګ ، صاحب اساس او ملنګ، صلح او جنګ..  دا تضادشعر ته طنزی وزن ورکړی دی او بل داچې دیو شی داصلی علت سره يي یو بل اضافی علت راوستل شعر ته طنزی خوند وربښی لکه  چشم یار  او لعل لب،ناخن شیر او خشم پلنګ، زنار او ګرنګ،طبع کلفت او وضع دبنگ...
ژباړه:
د هر څه خاوند وم او یم ملنګ هم
دمال زکات ورکړم او اخلم  قلنګ هم
زموږ ماته هینداره څوک رانیسي
وینو خوړلی او  وهلی یې دی زنګ هم
مه وایه چي فرهاد په یوه تیښه مړ سو
سل ټپونه يې په سر وه دډبرو هم
 نور  مې ته  په څه شی ازمايي
د مال اوسر تیر سوم د نام اوننګ هم
ټوله جرمن او پاریس می وپلټه
ستا غوندی مي  پیدا نه کړ  په فرنګ کې هم
یوازې زه د یار سترګو نه یم ختاایستلی
سرو ښونډو يي  زما سره وهلی ډیر رنګ هم
 پر هره مځکه د مینانو د کښت اوکره
د زمری  نوکان شنه سوه او خښم د پړانګ هم
 هغه برهمن  به نسي په هیڅ ډول زما رام
زنار مې تړلی او لولم ګړنګ هم
اریان یم  چې څنګه صفت وکړم رقیب ته
 طبع مې بده اووضع می ددبنګ ده هم
هغه در دانه چې مې غوښته پيدا می نه کړه
 که څه می  وپلټه د نهنګ په کام کې هم
زه وسوم  داشنا د لیوه   له  کره
 په سوله کې خبری کوی  د جنګ هم
له دی ښو اوبدو څخه مي موخه ده عشقری
بیت د سلوک لرم او مصره د جفنگ(چټیاتو) هم
 
عشقری په طنز وايي په دې ښار کښي  اوس خر مهره تر ګهر ګرانه ده.  اوس خلک اصیل شی نه پيژني  او په ورم وايي :
که غواړې چې قدرمن شي نو خپل ښکرونه  او لکۍ وښییه  په دې ټولنه  کې تر هغه نه  ادم کیږی چې غوا اوخر نسې
ژباړه:
 مه پوښتئ  په ښار کې د خرمهری بیه
ډیره ګرانه ده د  ګهر تر بیې نن
ښکر اولکۍ وښیه چی قدر پیدا کړې
نه ادم کیږې چې نه سې غوا اوخر نن

۳
عشقری په طنز وايي :
 
یو خر رانیول مې په جهان کې پاته وه
پالان  . رسۍ ، خورجین اولګام مي جوړ کړه
یا
 خدایه زر شکره چې داوخت مې کوڼ سو غوږ
چې فارغ دخبرو د اوریدو د خیر او شر سو  غوږ
یا
لټان هر خواته پراته دی له لټي
ستوني ستغ ستوني ستغ ستوني ستغ
یا
د نفس  مې د خوړو له  ډیر ه حرصه
لکه مچ په خوړو کې لوېدلی یم
اې برهمن زاده لاس مې ونیسه
له کینې تیر سه رام رام لوېدلی یم
پير مې له  میخانی بهر کړم
بې نصیبه د جام د دوره لوېدلی یم
هغه د ساقي په ناز  پیمانې ډکول   ویني او له ځانه سره په طنز وايي:
 
په دومره تمکین چې ساقی باده پيمانی ته اچوي
چې زموږ  وار رسیږی د میخانی دیوال به ونړیږي
 
هغه په طنز وايي مجنون ځکه هوساینه نه لري  ځکه په بیابان کې د یوال سیوری نسته
 همدا سې انسان په پوهه او عقل آدم دی نه په کالو او لونګۍ
 
مجنون ته استراحت تهمت دی
ځکه په بیابان کې سیوری د د یوال نسته
 سړی په عقل او پوهې  ادم دی
ځکه شخصیت په کالو او لونګۍ نه دی
عشقري له  طنزونو  پرته ټوکې هم لري . لکه  :
 
پورته کښته کیږم په دوکان کې
په ګمان مې چې د سالنګ غر دی
یا
د اختر په ورځ د صوفی دوکان خلاص دی
په دې امید چې په بازار کې ښکلي وویني
یوسف آیینه،  چې د عشقری د وخت  یوله  رندانو او خراباتیانو څخه و دغه  لاندې  بولله  یې د«عشقري نامې» په نامه ویلې ده  ،چې څو بیته يې داسې دي :
 
عشقري هغه شور بازار دي څه سو؟
هغه  خالي دوکان د دنصوار دی څه سو؟
ګنج  دشوربازار او  «حاجی قاسم» دی
«حیدری » وفادار یار دي څه سو؟
 چکه چور ، پایلوچ  .پوټکی خور
 درې پته باز  رند  دي څه سو ؟
نه «غلام شوده »پاته سو نه « چجو»
«خواجه ساعت ساز»، سرکار دی څه سو؟
  نه «جمال »پاته سو نه  «شایق »تاته
 ستا هم ناستی نغز ګفتار دی څه سو ؟
 چوک ، چارسوق او چته  دی هیر سوه
  دمینی اوه ښاره د عطار دی څه سوه؟
پر مځکه بیا « لنګر) نه پیدا کیږي
هغه عزیر یار او عیار دی څه سو؟
د چوک او شوربازار کاکه ګان څه سوه ؟
هغه رند او چوتار بالکه ګان دی څه سوه؟
له اڅکزایی ګدز ه تر تخته پله
 مسګر ، زرګر او سمسار دی څه سو؟
«استاد قاسم» د خرابات دی چوپ
چنګ ، شهنايي او سه تاردی څه سو؟
چوب بازان او پهلوانان دي چيري دي؟
کله پز او سماوار دی څه سو؟
هغه اور خوره قلندران دی څه سوه؟
ساده مخی زړه ځورونکی   دی څه سوه؟
-
بېرته شاته