(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځه راځه

راځه راځه هغه زړه دېره لا ړنګه نه ده د لاش سرونو ته مې شناخته فى الحال دنګه نه ده خير دى غربت مې لا غيرت را څملولى نه دى هر څه په نياز دي د ازل برخه مې تنګه نه ده په دسترخوان كې پلاوونه لرم خو ستا په راتلو مې ګونجه ټنډه نه ده دلته به واورې پښتنو نه د پښتو خبرې كيسه شروع ده بيانېږي نوره ځنډه نه ده فقط ميرويس او ملالۍ يې ګورته ورسول هغه ژوندۍ د شملو مور ده پښتو شنډه نه ده دا د كوپړو په سر څرخېږي پل يې نه درېږي څه د وربشو او جوارو د وړو ژرنده نه ده د پښتو دومره مانا يوه ژبه كې هم نشته دى چې مخامخ يې سر وهې د فرېب كنده نه ده خوږمن خو ځكه زه كوټوال يم چې پښتون ويده دى د غليم دام رانه چاپېر دى دا ملنډه نه ده

-
بېرته شاته