(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډکتورفاروق أعظم طنزونه

لیک: پوهنمل محمود نظری
 دکتور غلام فاروق اعظم په کال ( ۱۹۴۳ م)  په کندهار کښې زېږېدلی  دی .
هغه خپله دکتورا په ساینس کښې له انګلستان څخه اخیستی ده  او د مجاهدیتو په دوران کښې  د ښوونې  د وزارت وزیر هم پاته سوی دی چې اوس په لندن کښې ژوند کوي.
د هغه چاپ سوی مهم کتابونه  د افغانستان د بحران سیاسی حل، مشر هم خندا کوی کشر هم خندا کوی دی .
هغه یو سیاستپوه،  محقیق او تکړه لیکوال دی
 ښاغلی فاروق اعظم یو په وطن مین لیکوال دی چې تل د وطن په ناخوالو ځوریدلی او ځوریږي نوتل  یې  په خپلو  لیکونوکښې داټولنې ناخوالي غندی او نیوکې  یې پرې کړی دی اوتل يې غوښتي دی دا ناخوالي  د مسولینو تر غوږه ورسوي  نو ځکه یې  د طنز له وسلې څخه چې د ناخوالو د سمون لپاره  یوازینی وسله ده کار اخیستی دی .
 طنز هغه درد دی چي طنز لیکوال هغه  په  خندا بدلوي یاني خپلو اوښکو ته د خندا نقاب وراغوندي او خلکو ته يي وړاندې کوي او هغوی سوچ ته اړباسي
 د طنز لیکوالو یوازینی موخه د خلکو خندول نه ده د هغو اصلی موخه د ټولنی  نقصونه اصلاح کول ، د مظلومانو ویښول   اودټولنې وده ده.
دچا خندول ښه کار دی خو داطنز خندا پوه خلک په سوچ کښې اچوي ، چې د طنز اصلي داستان همدا دی.
د داکترصاحب طنزونه ژورنالیستک طنزونه دی چې موخه يي د ټولنې اړینې  تشې او کمۍ په ګوته کول دی نو ځکه هغه   بې ویرې خپل ږغ پورته کوي او وايي :
 
حاکمان چي سې نا اهله خلک مله سی دسره غلو
حکومت چي بـیغـمـباش سې بازار تـود دخـپـلسرو
رهبران چی کوڅه ډب وی د پردو پر ور سولیږی
بـیـقدری دخـپلو ډیـر کړی ډیـر وی قـدر د پـردو
اختـناق د حاکمانو زیـږوی تل کودتا - انـقلابونه
سـمه لاره چي سی بـنـده خـلک اوړی پر نخـرو
چی د علم ور پر بند ویخود به ځی مخ پر تیارو
دطبـيـب نیستی ناروغ کړی مخ پرکـوډو زيارتو
تارومارسې رمه هـله چي ويـده بـیـوخته شپـون وې
دلـیـوه له ويـری کلی، وی احتـياج د کـوټـه سـپـو
 دهغه د ا طنز دننی حاکمانو د نااهلي، بی غمباشي ، کوڅه ډبي ، اختناق، بې علمي  په هکله  دی
هغه په خپل یو بل طنز کښې وايي  چې زورواکانو تیاره خوښه ده د هغو جاهلان او غله  خوښ دي!
 چې دا طنز هر  پوه انسان په سوچ کښې اچوي چې ولي د هغو تیاره، جاهلان اوغله خوښ دی؟!
 
زورواکان دی دښمـنـان د ښـه نـظام
تر رڼا خوشحاله دوی په تور ماښام
پر حساب باندی به ړوند وکوڼ وشـل
ترعالم پاکنفس يې خوښ جاهل و غل
هغه  په یو بل خپل ښکلی طنز کښې وايي،  چې بایدلومړی  د رهبرانو شخصیتونه ځان ته مالوم کړو بیا ورپسې سو،  لیکن دا په هغه وخت کښې کیدای سي چي استبداد نه و ي
هغه په طنز سره له مشره پوښتنه کوي : ته دچا استازی يې؟ چا ته حساب  ورکوې ؟
 
څو پوښتنی له هر مشره ضروري دی
په جواب يې پوهول دځان حتمی دی
 
اول، وپوښـته: قـوت له کومه ستا دی ؟
ته د قوم په قوت ناست يا دبل چا دی
 
دا قوت دچا په ګټه استعمال او کاروې؟
بل حساب د کار به چاته ورکوې ؟
بل که چيری دنـده خپل کی سې ناکام
څوک به تا له لاسه نيسی والسلام ؟
 
سی مطرح دغه سـؤالونه هغه وخـت
چی تـړلی استـبـداد له ملکه رخـت
وي دخـلکـو حکـومت پـر سـر د کار
لـه هـمدوی يې وې قـوت او انهــيار
۲
  دطنز د پنځولو لپاره یو زوروري وسلې ته اړتیا سته چې دا وسله خندا ده نو ډاکتر صاحب هم له دې تیزی وسلې څخه کا راخلي، د هغه د طنز خندا ژوره ده.
د نا اهله حال بجلی ته پاتیږی
چی پر آس باندی سپریږی نو خر کیږی
 
قام او ملک ټول په خواریږی او ټیټیږی
څومره دی چيلا غټیږی او لوړیږی
ډاکتر  صاحب دبیځایه او بې وخته کار په هکله وایي :
 
بیځایه خبره
اودس کاوه صوفی پر یو ویاله څه یی ویل
استنجا‌ء کی یی د پزی د پریولو دعاء‌ لوستل
 
یو ملا ورته پرغوږ شو چی لالیه ښه دعا ده
خو سوری دی یی خطا کړی په بریتو کی یی خندل
 
بیا مظلوم ته دهغه حال په طنز بیانوي :
ظالم او مظـلوم
 
 
دظالم لاس کی  چی ګورم سره ګلونه
دمظلوم په لاس ولچک او هتکړۍ
دظالـم پـه غــاړه ګــورم هــار دګـلـو
دمظـلوم دا پـنـډ ځـنځـير دغـلامۍ
دظالم په پښو کی بوټ دی خارجي
دمظلوم په پـښو د اوسپـنی بـيړۍ
ظالم ناست په شيش محل دتخت  له پاسه
مظلوم سر د دار او غاړه کې رسۍ
زه پـه تـمه دهـا ورځی يـمه خـدايـه
مظلومان چی سی مأجور دمظلومۍ
چی ظالم محتاج دعفوی دمظلوم سی
نـور دظلم ټـغـر ټـول سی له نړۍ
هغه د ظلم د ختمیدو لاره یوازې د مظلوم  مبازره بولي نو ځکه مظلوم  مبارزي ته هڅوی  هغه ته په طنز وايي راځئ د ظالم سترګې په نوکانو راوباسو!
 
دا ده دنـده زمـا وسـتا او دهـر نــسل
چی به کړو مبارزه بی خوف و فصل
د تــذويـر جامه به بـاسـو لـه بــدنــه
د هاچا چی ظاهر پاک، باطن کيخنه
هاچی اچوې ملت سترګو کي خاورې
دهغـو به سـترګی باسـو په نـوکاري
 
بیا  وايي تقدیر ونه به تدبیرونو جوړیږي  د هغو به خبرو چې وايي  ستاسو
 تقدیر داسی دی  ځان مه ختا باسئ ،  تقدیر په خولو لیکل کیږي.
 
تـقديـرونه بـدل کړي تـدبـيرو دي
ازاد کړي يي غلامان له ځنځيرو دي
مـلتونه يي له خاورو پورته کړي
شـنه باغـونه يي اوچـت له هديرو دي
جنتونه هغو جوړکړه پخپل لاسو
چي ليکلي يي تـقديـرونه په خولـو دي
 
ډاکتر صاحب نثری طنزونه هم لري لکه رشوت په ګمرک کې ، دشطرنج اصلی لوبه،  زموږقفس
غیرتمنه موراوبې غیرته  زامن او داسی نور
د ګمرک په رشوت کې  :د ګمرک مامور چې رشوت نه خوري ، یو تجار  هغه هڅوی  چې هغه څه پیسی  د تجارت لپاره ورکړي  چې بې رشوته يې ګذاره وسي، هغه دا منی ، نو کله چې مال ګمرک ته ورسیږی تاجر هغه ته  خبر ورکوی ،چې زما او ستا مالونه راورسیدل هغه دا مالونه بې  محصوله تیر وي همداسی تجارت روان دی ، هغه ډیره ګټه وکړه، هغه د خدایه شکر کوي چې بې رشوته  یې بډاي کړ!
 
د شطرنج په اصلی لوبه کې : خان د ولسوال سره په  دلخواه  شرط  د شطرنج لوبه کوی  اوخان  د هر کار تر مخه هغه لوبه  پرولسوال  بایلی او ولسوال د هغه له کوره یو شی  وړی
ولسوال  خوشاله دی چې ښه شطرنج يې زده دی او شرطونه ګټي او رشوت نه اخلي
 
 په موږ قفس کې : هغه طنز د خپل زوی له یو سواله پیلوی چې د لندن په ژوبڼ کېېد مرغانو په وا ټ  کښې ولاړ دی  .
 پلاره !  د کندهار په ژوبڼ کی مرغان څنگه اوسی؟
هغه ورته وایي:
بـچـیه، موږ او پرنگیان دواړه ښکليمرغان له  شـنو باغو او ښایستو درو څخه نیسو، په قفس کښېیېاچوو، بندیانوو یېاو د آزادۍ له نعمته یېبېبرخېکوو. خو فرق پدېکېدی چېددوی قفسونه زموږ تر هغو نسبتا لوی او پنجرېیېزموږ تر هغېیوله بله لیريدي.  دلته مرغان گرځي، الوزياو ژوند کويخو یوازېهغه مرغان په عذاب دی چېلوړ الوزي.  دلته یوازېد هغو مرغانو سرونه د قفس دیوالونه راگرځويچېد لوړو الوتو خیال لري
 
 هغه دوطن وضع داسې ښه  انځوروي :
يوه شـپه څراغ په لاس کيگرځیدمه کور په کور
چ
يمعلوم کړمه په ښار کيکوم یو کور دی کوم يویې ګور
چي پـيدا کړم چا بل کړي دا تورتم کي څراغـونه
څوک دمرګ په خوب ويده دي شاته کړي يې غمونه
هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته
هـغه کـور چ
يچـا بالـه بــه، هـغه گـور وو لا د وخــتـه
چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه
لـه کـــورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـــه، پــریــشـانـه
-
بېرته شاته