(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګناه مو څه موږ به ترکله وژني

څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني
 
ملا چرګک راوستي  ډېر قاتلان
هم مو له غرو هم له ځنګله وژني
 
دانسانیت دعوه ګر ټول راغلي
څوک مو لپاسه څوک لهتله وژني
 
که دلستوڼي ماران اخوا پرېږدو
دا سکني مو هم پخپله وژني
 
په دواړوغاړو یو جایګیر دکرښې
دا خوا په یو اخوا پهبله وژني
 
څوک چې خپل قام له حوسونو جارکړي
داسې به پرزي ځان سل ځله وژني
 
نه مو نیویارک نه مو لندن ویشتلی
دا نابللي مو بیا څله وژني
 
پښتونه څه لاس دې تور سپي څټلی
ځناوران موبې اجله وژني
 
که بندوبس دپاڅون ونه کړو موږ
هر یو موزي به مو ترتلهوژني
 
بسمله دا غوبل به څومره وي نور
څو به خپل وروڼه یو تربله وژني
 
څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني
 
پورتنی شعر همدا اوس دشپې په یوه بجه دلر اوبر دعام وژنې له درده ولیکل شو
۲۰۱۱/۰۷/۰۷زکال
 
-
بېرته شاته