(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شلغاتې

 

که اخون يې نو تسپه یادوه یاره
که ساقي يې نو کاسه یادوه یاره

افاقي شه خو په خپل رنګ کښې دننه
چې پښتون يې پښتانه یادوه یاره

حورې حورې راته ناستې دي سرتورې
تورې تورې راته مه یادوه یاره

زه به وږي له چکر د جنت ورکړم
ته دې تږي ته اوبه یادوه یاره

خوشال خان دې د ټپې په مینځ کښې ګوره
دریاخان دې په کړپه یادوه یاره

کله کله په زړو سترګو راګوره
کله کله خو مې ښه یادوه یاره

مخ دې هم ښه دی د مخ میین پرې ښاد دي
عندلیب ته خو دې زړه یادوه یاره

کړپه: هغه مقام دی--چې دمغلو او پښتنو تاریخي نښته پکښې شوې وه. مننه

عندلیب

غزل
ما درته ځکه د دړدونو د دوران اونه وې
چې ستا جهان ته مې د چا په رنګ جهان اونه وې
 
مونږ د فکرونو د تیرو خلاف جهاد خوښوو
.مونږ چاته چرته د سرونو د تاوان او نه وې
ظلم دا نه دی چې ارمان پوره کول ګران شوې
ظلم خو دادی چې ارمان ته مې ارمان او نه وې
هوښیار په دې یم چې هوښیار راته هوښېار نه ښکاری
نادان په دې یم چې نادان ته مې نادان اونه وې
په سېنګار پوهه ده خو پت د غریبۍ هم پالي
لور راته چرته د چارګل او د پیزوان اؤنه وې
د سفر ژونده بیګانۍ شپه به لا څنګ هیروم
ما د مور چغه کړه خو چا راته قربان اونه وې
تاته په ځان وییلو دلته کې سرونه لویړی
.دا هم پوره ده چې خپل ځان ته مې د ځان او نه وې
زه د نظر په داېره کې چورلکونه وهم
ما دې اسمان ته لا تر اوسه هم اسمان اونه وې
مونږ بې همته لاروي نه يو خو بيا هم ګله
مونږه د مېنې مزلونو ته اسان اونه وې
چې بې پیسو وومه نو دا کار ي په ما اوسپاره
زما د ځوی غوړ کې فلانکي ملا اذان او نه وې
د ګل په سيوری کې د غنو په څادر ويده شو
عندليب کله هم خوبونو ته ارزان اونه وې
-
بېرته شاته