(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کهف کي لا ویده لیکوال-چا ته ژوند ښکلی دی

 
پوهنمل محمود نظری
چا ته ژوند ښکلی دی   ؟!
طنز
نا ببره ديرغلګرود ظلم خوله خلاصه سوه
د خپلي کورنۍ یوازې  په سزني کي پاته ماشوم
 چې یولاس او یوه پښه يي  پرې سوې وه
د مور په تودې غیږي  کې د خوږو خوبونو په ارمان
په اینګا  کې وايي ژوند ښکلی دی  !

ژوند  ژوند 
 ژوند ښکلی دی
د واده د ډنګ و ډونګ او اټنونو وروسته
ښکلې ناوی  د زوم کره روانه سوه
 ناببره د زوم موټر  په هواسو
د ناوی  پلار، وړونه او زوم اوزی اوزی سوه
 ناوی ته بې ز ومه ژوند ښکلی دی  ؟!
 ژوند   ژوند
 ژوند ښکلی دی
سپين ږیری  د ماجد مخته په دو ګوتو ناست
په چرت کې ډوب و
 سترګې یې په رپيدونکو جنډو ګنډلی
چې  دزامنو ناویانی او لمسیان به یې څوک ساتي
دتندي  خواشینو ګونځو ته يې ژوند ښکلی دی ؟!
ژوند  ژ  وند
ژوند ښکلی دی
خپل د کورنۍ یوازینی پاته ګوډ ماشوم
خپل  ګړوپ  سوی کور ته په چګس ولاړ
دهیلو دروازې يې پر مخ تړلی
سربداله دیخوا هاخو ګرځي د کوم شی په لټه
هغه ته یوازی ژوند ښکلی دی ؟!
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

پلار  دخپل شهید زوی سر په غیږ کې نیولی
 ګوري ګوتې یې نسته!
  دپښې بوجله یې څه سوه؟
اریان دریان خپل زوی ته ګوري اوب کوي !
 دپښو له تر په لوېدې پلار ته  یې ژوند ښکلی دی ؟!

ژوند ژوند ژوند
 ژوند ښکلی دی
  د سپین کفنو ماشومانو په کتار کي
دچا پښه دچا سر نسته
هر خواته په خاورو کې غوښې شتلی وهی
 پلرونه ته يي د زوی پیدا سوی مړوند ښکلی ده ؟!

ژوند ژوند ژوند
 ژوند ښکلی دی

 
هر شپه  د خیراتي سولاغی الوتکې بونګاده
له غړم سره يې چوپه چوپتیا سي
 ورپسې يې بیا د لیوانو انګولا سي
د شپې د ناوی زلفې د عد الت  په زمونځ زمونځیږی
زموږ په کلی کي ژوند ښکلی دی ؟!
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

یه خلکو ! يه خلکو! يه خلکو!
اې بې غموخلکو !
مه ګوری د درواغو په سترګه
 دلته کلي نسته  هدیرې دي
زموږ له ښکلو ژوند والاوو څخه ګیلې دی
راسې زموږ د هدیرو جنډې وګورئ
موږ ته په هدیرو کې ژوند ښکلی  دی؟!
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
اې د دجال جنتیانو ! د فرعون قبطیانو!
د قارون  همسبقانو!
دډالرو دلالانو! د پردو ګوداګیانو!
اوان که زمنت دیګران بیغم است
دلته یوازی هغو ته ژوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
هغو ته ژوند ښکلی دی
 
په دې خر په خر ګردانه هیواد کي
بزرګانو پښه پر پښه اړولې
یو مو ونې پی کوي
بل مو سرونه پی  کوي
کور په شا پښتون ته ژوند ښکلی دی
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
خیراتی سولاغه( تل په حرکت کي )، اوزی اوزی( اندام اندام)
 

په کهف کي لا ویده لیکوال!

د یارانو مي په نت کښې ولوستله مناظره
زما د نورو  ښوولیکوالووسوه یوه گیله
زاړه سوه لا د یار خط وخال له هاله ایستلي
د غر یم ، توپان يم په ویلو ځانونه کښلي
 
د نارنج گل، انار گل په مشاعرې دي  اخته
ځینې لاد نیکونو په ویاړونو  ډنگوي نغاره
یو نه یادويِ دتورلیکو دکربلا   سره دښته
د پښتنو پر سرونو  ددجال  د تورخره پښه
 
څه یې ښوی سوی  ستایي د وریښموچوغه
چکچکی کوي د دگیلم جمع  په  پښتون وژنه
اتڼ کوي د نظار  د شورا  د ډبلی مار ډولکي ته
دپارلمان ګل هوسي او د قانون مفلسي ته
 
یو هم د یو  مکار لمن په سر نه وراړوي
ځینې نه شرمیږي کوي د هغو ویاندي
نه وایي نمرود دچا په هڅه بل کړی اور؟
ولي دا اور بل سوی د پښتون په کور؟
 
ولي فرعون یوازې گڼي پښتون سبطي؟
د هغو ماشومان د یو بل پسې حلالوي ؟
ولي زموږ لیکوال ویده دي په غار کي ؟
هېښنده لا داچې  هلته لادي په ډار  کي؟
 
ولي لویدیځ ته پښتون سوی څلۍ دجمره ؟
ولي ښکاري ورته  د هلمند  سیند ویاله؟
داټوله د  څوتور ژبو افغانانو له لاسه
چې د ابوالهول قبر يې کړی خپله قبله
 
ولي نمرود دبت د ماتیدو په سزا سوځي موږ؟
چنگیز دهلاکو په ونج  د نیزو تیروي موږ؟
ولي دسامری په جرمانه یو بل  وژنو موږ؟
ولي د مصر پر ځای «خصیب»    پاچا سو ږموږ
 
ولي شجاع الدوله دلته  اعتبار لري په خرو؟
ولي نه غواړي آباد کړي وطن په سړو؟
 
ولي نه لیکلي لیکوال حماسې د بې غیرتو؟
قصیدې د بلوسګرو غزلونه د بې څټو؟
مثنوي د خاینانودوه بیتي د غوړه مالو؟
رباعي د شاه شجاع او کارنامې د گوډاگیانو؟
 
د اکبر مدال د مکناتن په غاړه څه ښهکويخوند!
دغازي مدال د سقا زوی ته ورکوی څه ښه پند !
 
واواه  !  د زمریانو پر ځای ناست دی گیډران !
مرحبا  ! ښه ناشولټه  غوره سوی زموږ وکیلان !
شاباس !  په دی  سد چې افغان افغان ته سوی غل  !
د مور شیدی ! په تیشه وهي پښه د ورور خپل  !
 
دا له اسمانه لویدلي به یوه ورځ په گونډو سي
دا د کیڼ اړخه پاڅیدلي به یوه ورځ په تښتیدوسي
ددې چکه چورو ټاټ به اخیر په ټولیدو سي
ددي  تور ژبو  مخ به  هم اخیر  په توریدوسي
ددې ډبلیمارو تود بازار به اخیر سوړسي
 
داد  اوښې غوښه خوړونکې ناوی به مور سي
 
داپر غاب  اوډلي رومیان  به وراسته سي ژر
د دې کوکي ناوکیو بالتی به  په ختمیده سي ژر
تاریخ به  ددې  پټ خولو دا کفری نکل  وغندي
وبه لیکي هغوی وه  دیوال ته ولاړ وچ لرگي
 
کنايې
پر غاب  اوډلي رومیان( غوړه مالان)، کفر ی نکل(د اعتراضه ځان خلاص ول ، بهانې)،گواکی لرگي وچ درول سوی دیوال ته( بیکاره شیان)،د هاله وتل( مست سوی)،تور لیک (بد تقدیره انسان) ،آسمان لویدلی(هغه چی په خپل زور او قدرت ویاړی،سترگی څیرل( بی حیا )
خصیب : دهارون الرشید تر ټولو بد رنگه ، ناپوه او بخیل تور مریی و چې لاندې   ښونډه يي لاندی ځړېدله او پورته ښونډه يي پورته کت سوی وه اوهارون الرشید هغه د مصر  دپاچاپر ځای چې  دخدایي دعوا يي کوله دمصر  پاچا  وټاکی.
-
بېرته شاته