(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګرانى سره خبرى

نه سى كوى انسان ددې ګرانى سره خبرى
كوى پيړول او ګيس بيعى د آسمان سره خبرى
 
راغلى ده ډېر وخته وررسته داسى ګرانى
وړي سى كه غوړي سى كوى د ګرانى سره خبرى
 
ګرانى جوړه كړى هر دكاندار په خپل دُكان كښې
نه سى كوى ګيراك د دكاندار سره خبرى
 
ټول ولس مخامخ شوى دي د ګرانى سره
د ګرانى څخه ولس كوى د پريشانى سره خبرى
 
ټوله نړۍ مجبوره شوى ده ددې ګرانى څخه
ګرانى دا بلا كوى ددې ولس سره خبرى
 
اوس خو شوله زموږ په وطن باندى ګرانى
كوى نعيم په دې ګرانى كښې د مفلسى سره خبرى
…………………….…………………….
محمد نعيم كاكړ/كوټه
 
 
وخو نړي تاريخ يوه پاڼه       
پښتانه وائى چى ډبره چيري پرته وي هوموه هغه درنه وې افغانان چى دثور دبدلون دمخه چى په خپل هيواد كښې ميشته وو نو څومره درانده او دنامه خاوندان وو خو كله چى دوي په ۱۹۷۸ء كښى دخپل وطن څخه راوو تواو كډه كولوته مجبوركړل شول په دوي څه خواري تيري شوي او هم تيريږي هغه دچاڅخه وډرنه  دي خو ددي په ترڅ كښې ډير داسي هم په دي كډه كولو خوشحاله او سوكاله شول چى الته ې يوه ميږه نه لرله دكډ والي وروسته دوي دلويو ماڼيو شتمنيوپجاروگانو او محتبري خاوندان شول خو دوي داځائى ته څنگه ورسيد چى څوك ودي ته غټ مقام وائي خو زما په انددهغه ډول كسانو ډير څه دلاسه وركړي دي چى د عقل خاوندان په دي خبره ښه پوهيږي په دي باندي نوري خبري كول عبث دي.
كله چى دسردار داؤدخان په كابل كښې شهيدكړل شو او څوك چى په واك او اختيار كښې راغلو ددوي مشرانو ددهغه عمل مخالفت وكړي او دسردار محمدداؤد خان او دهغه دكورني وژنه وغندله داپه هغه كتابو كښې راغلي دي چى ودهغه مشرانو ته نز دي وو خو يوه پيښه رامخ ته شوه او دوي ودي ته اړشول چى دهغه بهير مخ په وړاندي يوشې سردار محمدداؤدخان دوي مياشتى پاڅه لږ و ډير وخت وروسته ددهغه پيښى سره مخامخ شو كله چى دوي د شوروي اتحاد دمشر ښاغلى بريزنيف سره تاؤ ترخوالي كړي وو چى موږ ويلى شوي چى دهغه پيښه اتفاقيه وه بلكى ددي وشاته د ډير وخته څخه ددي تياري نيول كيدي او په افغانستان كښې داكار هغه چاوكړي چا چى ماسكوي خپله قبله جوړه كړي وه دوخت شوروي اتحاد مشرتابه چى كومي دسيسى او ساز شونه وكړو هغه هم دچاڅخه پټ نه دي ولي چى دوي په دي تاك كښې وو چى څنگه وافغانستان ته خپلى سري لښكر وردننه كړي او بلى خواته مخالف لوري امريكا او ملگري په دي هڅو كښى وو چى څنگه سري لښكري و افغانستان ته وردننه شي چى ددوي پلمه وافغانستان ته اوشوروي اتحادته جوړه شې
     كله چى ببرك كارمل دشوروي اتحاد په ټينك وافغانستان  ته راورسيدي او ترشاې په زراؤزاؤ سري لښكري راوستي هم هغه وخت دواشنگټن په سپنه ماڼى كښى دامريكا دوخت ولسمشر ښاغلى جمى كارټرته چى دي په خواږه خوب ويده وو داحال وركول شونوده وخندل او وخپل روئيبارته ې وويل چى هم داخودوي غوښتو چى ددي څخه داڅر گنديږي چى څنگه دواړو مخالف لورو خپله مخه او هدف روان كړي وو خوددي پيښى وروسته دابده وشوه چى په گاونډ كښى يواځي په افغانستان كښې دويټ نام دبدل اخستلو تياري روان شو بلكى داهڅي هم وشوي چى په لگاؤ افغانان دخپل هيواد څخه راكډه كړي چى يوه خواته ددوي څخه جنگياليان جوړ كړي او بلى خواته دوي ونړي والوته هم داوښائى چى سري لښكري څومره زور زياتى كوي او ټوله نړي ودي ته راوپاروي چى دشوروي په ضد هراړ خيزه مرسته ترلاسه كړي دبده مرغه دشوروي او و دوي ته تيرگوندهم خپل سياست او خپلى گټي په نظر كښى ساتلى او سيمه ايزه او ژبني بهير ې مخ ته وړي چى دافغانستان په يوه خواكښى كلكى جگړي روانى وي او په بله خواكښى ترډيره كراري وه ددي دڅنگه هم شوروي او هم دناټو غړوملكو داهڅه كوله چى نه يواځي په افغان دولت كښې سره راټول سره لاس وگريوان كړي بلكى دگل بدين دحزب او دبرهان الدين ربانى دحزب په منځ كښى خو تودي جگړي هر وخت كيدلي كه څه هم دگل بدين حكمت يار دحزب برخه په دي جهاد او جگړه كښې ډيره زياته وه او دهغه حزب ترټولو زياته مبارزه كوله خو دوي ټول دگاونډ څخه مايه كيدل چى دهغو خپلى گټي په پام كښې وي
كه څه هم دهغه جگړي يوه نړي واله بڼه خپله كړي وه او د دنياجهان څخه په زياته بياد اسلامي نړي څخه په ډيرلوئي شمير جنگيالبان ودي جگړي ته راوستل شوي وو چى په هغه كښى يو اسامه بن لادن وو چى وروسته يولوئى نوم شو ولي چى دشوروي دهغه جگړه په اسلامي نړى كښې دجهاد په نامه كيدله او ددي دڅنگه ددوي گټي هم ورسره تړلي وي خوو لويديځي نړي ته دايوه لويه جگړه وه ولي چى وپنگه والي نړي ته دشوروي څخه ډيرلوئى خطر وو ځكه كه وشوروي ته دوي ماته نه وركولي او دوي ماته خوړلي نوبه ارومرو نړي دسوشلزم يااشتراكيت لاندي راتللي خوكه چيري دوي وشوروي ته ماته وركړه دوي ځان او خپله پنگه خوندي كړه لنډه دا چى دخدائى بخښلى باچاخان په وينا چى داودوو زورورو جگړه ده چى موږ به پكښى ترپښولاندي شو هم هغه وشو؟ خودافغانانو دپاره په رښتيا هم يولوئى جهاد وواو دوي ډيري سرشندني او ډير شهيدان تر هيواد تر سرتير كړو او په ډيرلوئى شميرې محزوره او په لكاؤ لكاؤيې د كوره او دبدمرغيو سره تراوسه مخامخ   كړو   او په ډيروبدوحالاتو كښى په نورو ملكو كښى بى خوند ژوند تيروي  خودپوښتنى څوك ي نشته لكه مخ كښى چى وويل شو چى دشوروي سره جگړه دافغانانو جهادووخودنورو دپاره  يواځي دگټو دپاره مبارزه وي؟
افغانانو ددهغه جهاد څخه ولي يو ډول گټه ترلاسه نه كړه د دا لوئى علت دجگړي ټول واك او اختيار دنورو په لاس كښې وو دهغه جهادي ډلي په خپلو كښى ددمخه څخه لاس په گريون شوي وي نو كله چى سري لښكري دافغانستان څخه ووتلى ډاكټر نجيب الله تر دروكلو پوري افغان دولت په افغان پوځي ځواكو وساتي په دي نيت چى يو خوبه  د جينواد سولي لوطنامه عملي شې دويم به دافغانستان ملى پوځ روغ پاته شي او بل به افغانستان دجهادي گوندو دجگړو څخه وځخورل شي خو داهر څه دباندنيانو دگاونډ يانو او  د دواړو  زورورو ملكو دگټو ومخ ته خنډ وو نو كله چى دجينو اپه شوي لوظ نامي دعمل كولو وخت راغلى دببرك دډلي لوړ پوړوديو لوئى گاونډي سره په مزا رشريف كښې غونډه  وكړه  او په لوظنامى دعمل نه كولو پريكړه ې وكړه ددي سره سم سم ې د ډاكټر نجيب الله په ضدودريدو  ډاكټر چى يو مركزي ارزښت ې لرلي او غوښتل ې چى په سوله ايز ډول واك دشوي پريكړي سره وسپاري دهغه هڅه دده پرچمى ملگرو ورشنډه كړه بلى خواته په گاوند كښى دافغانستان دپاره نوي حكومت دخپلو گټو دپاره وافغانستان ته  اعلان شو چى دافغانانو په گټه او خوښه نه بلكى دنورو دپاره وو داځكه چى دهغه جهادي ډلوخپل هر څه ونوروته ددي دپاره سپارلى وو چى هر څه دهغو په گټه كيدوتورببلى.    (نوربيا)
-
بېرته شاته