(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلی دی ژوند ښکلی دی

ښکلی دی ژوند ښکلی دی          غوره او سپیڅلی دی
مــــــــــــــــــه لړئ ناوولو کی           مینې پاک ساتلی دی
***
مینې پاک ساتلی دی        ښکلی ئی پاللې دی
ډکې خولی خندا سره        ښه ئی تخنولې دی
دریغه ناروا توګه
کرکې ډیر ځبلی دی
کرکې ډیر ځلی دی        بد بد ئی رټلی دی
هر رنګه تورونو کې      لا ئی کړولې دی
هر کله د ښه مرغه
مینې ژغورلی دی
مــــیــــنې ژغورلی دی               لا ئی ښه روزلی دی
هم ئی خندولــــــــــــی دی             هم ئی خوښ ساتلی دی
دریغه چی بیا کرکې هم
بــــــــم سره ویشتلی دی
بم سره ویشتلی دی           اور کی سوځولی دی
زهرو کی لړلی دی            بدرنګه وژلی دی
ما په دغو سترګو هم
هر رنګه  لیدلی دی
پیل کوی ژوند مینه کې        روغه لری وینه کې
سولې او خندا سره           زغم هم په یېنه کې
دا خو مو په خپله ژوند
کرکې ته سپارلی دی
دا یواځي مینه ده          ژوند باندی میېنه کی
چیرته چی ژوند څرک وهی     هلته هم ښه پلنه ده
ورکه شه ځځواله خوی
ژوند ئی تروړلی دی
ژوند د اوبو رنګ لری       خاوره کې فرهنګ لري
هوا او تــاودوخیونه          وده او غورځنګ  لری
تن د روح او ساه سره
دې توکیو تړلی دی
لمر او سپوږمئ د ژوند      ستوریو نه کیږدئ د ژوند
لا ټوله نړئ کې هم         هیله ده ژوندئ د ژوند
لاندی باندی اړخ په اړخ
مینې کی لړلی دی
ساه د تـــن  ژمنه ده         روح هم هڅیدنه ده
بی د روح او ساه څخه         تن خاورې کیدنه ده
تن چی وی بی روح او ساه
خوشې هسکیرلی دی
ساه د تن ځواک ګڼه        روح ورلره واک ګڼه
بې واکه بې ځواکه تن        هرکله هلاک ګڼه
ژوند د واک او ژواک سره
څېلمې نه همزولی دی
ژوی وي ژوندی وي هم       ښه د ژوند او ژواک سره
مینه د ژوندو غواړي     مل هم د خپلواک سره
مینې د واک ځواک غوندې
ژوند ئی هڅولی دی
ژوند خو ډیر غښتلی دی        ستر ګټ ئی چوولی دی
تل په نازکواله کې       برې ته ختلی دی
یو ماشوم منګولو هم
دریغه چې مروړلی دی
شته ډیرې لانجې د ژوند       هر رنګه رنګونو کې
سر په سر ژړا سره        ویر لرې موجونو کې
دا بی وزله ژوند خو هم
غم په غم داغلی دی
یو د ژوند میرڅئ کې بوخت        بل ورسره مینه کړي
چا ته ژوند تیاره تیاره           چا لره هم سپینه کړي
غم سره ښادي ګوره
خوا په خوا راغلی دی
څوک ئی تشدد ګڼي          څوک ئی هم ځځښت
څوک په تاوتریخوالي کې         غواړي هم درنښت
کرکه د ژوند ورکه شه
ژوند ئی کړولی دی
ځاځ دی که ځځواله هم       شته دی په ځاځیو کی
ښکاري د ځاځښت نښې       کړنو د څاپیو کې
څوک چی هم ځځانده شو
خپل سر ئی بایللی دی
ژوند کې لورئیېنه ده        تل ښه پیرزووینه ده
سولې نه او روغې نه         زړونو کې ډاډینه ده
کرکی خو په بل مخه
داهم اړولی دی
سترګې مو د ژوند نښې        هره خوا لیدلی شي
لوړو او ژوروکې        رنګ په رنګ کتلی شي
هر چیرې زرغاوو کې
ژوند ښه ټوکیدلی دی
کومه رڼائی چی ده      دا د څښتن نښه ده
دی کی د څښتن وده       هر ګوره ژوند بښه ده
ښیي هنداره د ژوند
چاچی هم کتلی دی
ژوند په خپله ښکلی دی        هر څه نه سپیڅلی دی
مینې کې ورشو غواړي        دا ئي هم لرلی دی
دریغه په تورونو کې
کرکې هم وژلی دی
کرکه کرغیړنه ده        ژوند لره وژنه ده
کلي او ښارونو کې      د مېنو لوټونه ده
هڅې د میرڅئ لري
دی کی نوم وتلی دی
څه شیبه خوښئ پسی        میاشت او کال غمونه دی
هر چاته په برخه کې         ستونزې په زرګونه دی
ژوند د مبارز څاپي
سم ورسره تللی دی
 
ښکلی دی ژوند ښکلی دی
غوره او سپیڅلی دی
مه لړئ ناوولو کی
مینې پاک ساتلی دی
مبارز څاپي
-
بېرته شاته