(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمينې په زانګو كې ټالۍ

لېږونکی : ظفرخان « اهتمام»

په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
 رښتياني ووعاشقۍ كې صادقان

 هر يــــو دى تر خپل مرامه رسېدلى
 ځكه اور باندې ځان سيځي پتنګان

 شهزاده سيف الملوك بدرۍ جماله
 د يوسف او زلېــــــــخا حال دى عيان

چې مجنون يې لېونى ملنګ كړو خلكه
 د ليــلا وې تـــورې سترګې تور زلفان

 شهزاده بــهرام يې ګـــوره سودايي كړ
 سپين مړوند د ګل اندامې سورپېزوان

 كه قصه چا د ممتاز وي اورېــدلي
 بې نظــــيرې پسې تل وو په ګرېان

 عاشقي وه د فرهاد او د شيرينې
 په درخــو باندې مين وو ادم خان

 محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
 خوشالي پرې وكړه ستورو د آسمان
 
شهـــــــزادګۍ ګنبد شام ته نظر وكړه
 تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان

 فتح خان او درابيا قصـــه وګوره
 شه خبر له ګلمكۍ او موسى خان

 مومن خان دشيرينــۍ ورونو وژلي
 چې ښكاره وو لكه لمر په دې جهان

 تور دلى دشهۍ ګلې شيرين ياروو
 صنوبر په زړه كې تل وه ګل ارمان

 را په زړه كړه خاديخان او بيبو دواړه
 چې مــابى وه معشوقه د ظريف خان

 كه د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
 صدقــــه كړه پسې مال اولاد او ځان

 چې محروم د يار له وصله همېشه دى
 له ډېـــــــر غمه عاشقان شو شاعران
 
 چې د مينې په زانګو كې ټالۍ خــورمه
 يم
"سېلاب" ځاى مې كامه كې ارباپان

ارواښاد امان الله سیلاب ساپی
 
-
بېرته شاته