(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

په ژوند چې مي پوښتني ته رانغلې
يو ځلي و مزار ته خو مي راسه
اوس مه راپسي زاړه ارمان مه كړه
چې ما درته ويل په نصيب زما سه
دلته تاريكه ده هيڅوك نسته
زه په انتظار ستا يم راته راسه
يو ښه دي راته رسي نور څه نه
ته پورته راته لاس كړه په دعا سه
همداسي ډك زړګى راڅخه مه ځه
اوښكي توي كړه د قبر مي د پا سه
-
بېرته شاته