(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جانانه مانه به ګيله نۀ کوې

جانانه تا چې اراده کړې وطن ته راځــــــــــــــــــــې! راځه راځه الله دې راوله په سترګو راشــــــــــــــــــه خو يه زما د تمامى دنيا نه خــــــــــــــــــــــــــوږه ياره دا ځل به مانه تۀ ګيله نۀ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــوې کۀ مې په شونډو د مسکا ګلونه نۀ وو خـــــــــــــــــوارۀ کۀ هر کلى کښې مې تا جوش او ولوله نۀ لــــــــــــــيده کۀ مې تندی درته د ورايه غوړيدلی نـــــــــــــــــــــۀ ؤ کۀ مې سينې د خپلولۍ احساس درکړی نـــــــــــــــــــۀ ؤ کۀ په ائيرپورټ مې پخپل زړۀ پسې نيولی نــــــــــــۀ وې کۀ مې په مخ او په تندى باندې ښکل کړی نــــــــــــۀ وې ګران اشنا، ګرانه لاليه، زما ګران مــــــــــــــــــــــلګريه زما په دغه بې رخۍ به زړګی نۀ بـــــــــــــــــــــــــدوې ما نه په دغه بې خوندۍ به زړګـــــــــــــــــــــی نۀ بدوې ځکه چې دا ځل ما غوښتل چې د راتلو نــــــــــه وړاندې تــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ته يو خط وليـــکم! او درته ووايـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم چې يه جـــانانه دغه پردى وطن کښې ښۀ ئې، هلته شپې تــــــــــــــــيروه بس دی نور خپل وطن ته ونۀ ګــــــــــــــــــــــــــــــورې ځکه چې اوس ستا د ګلونو وطن هـــــــــــــــــــاغه نۀ دی چې تۀ ترې تلې او بهارونه په هر خوا خـــــــــــــوارۀ وو څهرو خندل، محبتونه په هر خوا خــــــــــــــــــــــوارۀ وو حجرې به ډکې د زلمو وې او مستيانـــــــــــــــــــې به وې په تنارۀ باندې د پيغلو خنداګانې بـــــــــــــــــــــــــــه وې د ماشومانو شيطانۍ، شرارتونه بـــــــــــــــــــــــــــه وو رباب منګی، مشاعرې او محفلونه بــــــــــــــــــــــه وو زما اشنا زۀ ښۀ پوهيږمه چې دا ځل بــــــــــــــــــــه هم تا دراتلو نه مخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکښې د خپل وطن يوه خوږه، يوه حسينه خـــــــــــــــــــــــاکه تياره کړې وى پخپل ذهن کښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــې خو يه اشنا چې د خيالونو په ټال ونۀ ځانـــــــــــــــــګې ځکه چې اوس ستا د ګلونو وطن هاغه نــــــــــــــــۀ دی اوس خو په دې وطن يو وير دی يو ماتم خـــــــــور دی د پښتونخوا د پښتنو په کالۀ غم خــــــــــــــــــــــــور دی هاغه زلمى چې ربابونو او نغمو کښـــــــــــې ورک وو په تنارۀ چې کومو پيغلو به مســـــــــــــــــــــــتۍ کولې هغه د خپلو وروڼو مړو ته مخـــــــــــــــــــــــــونه وهى هغه ورانکارى ماشومان اوس په کــــــــوڅو کښې نشته د ميندو څنګ کښې چرته غلى په کوټو کښې نـاست وى د ظلم جبر ، دوحشت دا انتــــــــــــــــــــــــــــــــها ووينه چې د خداې کور باندې بمونه "سار" ماښــــــــام وريږى د باجوړ د ماشومانو نه خو ښۀ خبــــــــــــــــــــــــر وې اوس دې د لال جومات قيصه درته چـــــــــا وکړه کۀ نه زما ملګريه ستا "شهباز"له دې خداې ژوند ورکړى خو په لال جومات کښې د شهباز په شان واړۀ مـــــــاشومان د چا درنو درنو بمونو او درنو بــــــــــــــــــــــــــارودو د سيپارو او قرانونو سره والــــــــــــــــــــــــــــــــوزول په وينو سرې شوې سيپارې، قران ئې وســــــــــــــوزوؤ لکه خشاک په سرو لمبو انسان ئې وســـــــــــــــــــوزوؤ اوس پښتونخوا کښې هم خودکشه دهماکې شـــروع دى د وينو، اور او د جنګونو سلسلې شــــــــــــــــروع دى ستا د وطن په شاه زلميو پسې بمونــــــــــــــــــــه تړى او دجنت په نوم پرې خپل بچى اووروڼه وژنــــــــــى بس يو احساس د بدامنۍ دی، د مرګونو احـــــــــــساس چا سره نۀ شته د وطن د خويندو وروڼو احــــــــــساس زما ملګريه ځه اوس تۀ ئې په ايمان ووايـــــــــــــــــــه په داسې حال کښې به تۀ څنګه خپل "شهباز" ښــکلوې؟ دلال جومات د يوماشوم لاش ته چې پــــــــــلار ژاړى تۀ به دې څۀ کور کښې په ډکه خلۀ خندا ته جـــوړ شې چې په محلت کښې درته خويندې خپل مخــــــونه وهى زما اشنا بس دی نور دا وحشى وطن هـــــــــــــير کړه مسافرۍ کښې ښۀ ئې دا د اور مسکن هــــــــــــــير کړه او کۀ نه خامخا تۀ ضد کوې اوکورته راځـــــــــــــــــې نو راځه هر کله دې خداې راولـــــــــــــــــــــــــــــــــه خو بس زما نه به ګيله نۀ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــوې کۀ هرکلی مې درته تود ونـــــــــــــــــــــــــــــــــــۀ وې

Mia Farooq Feraq 08.08.7007 -
بېرته شاته