(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبیدل دهلوی طنز

لیک: پوهنمل محمود نظری
ابوالمعانيمیرزا عبدالقادر بیدل دمیرزا عبدالخالقزویپه کال(۱۰۵۴ه‍. ق)  دهندوستان  په «پتنه» کښې زېږېدلی دی  ،چې  له اړه يې نیکونه  د بدخشان  له جغتايي ترکانو څخه وه چې هندوستان ته  یې کډه کړې ده  ..بیدل په هندوستان کښې د درې ژبې شاعر و چې
  د شاه جهان اومحمداعظم داورنگ زیب په چوپړکښې و، هغه دعمر په اخیر کښې د د نیا سفرونو پيل کړه  او له ډیرو سفرونو  وروسته  بیرته هند ته راغی او په کال ( ۱۱۳۳  ه ق ) کښې هلته مړ سو او څه مده  وروسته  دهغه مړی  د هغه د مریدانو لخوا افغانستان ته راوړل سو او د کابل په خواجه رواش کښې ښخ سوی دی
دبیدل دشعر سبک هندی  او ډیرو شعرونو محتوایې عرفانی ده   چې په ادبی فنونو کښې پيچلی او د ابهام ډک دی چې  دهغه پوهیدل يې مشکل کړي دي.
بیدل لومړی «رمزی» تخلص کاوه بیا يې د بیدل تخلص پر ځان کیښود.
بیدل د شعرونو د دیوان پرته د عرفان ، محیط اعظم ، طلیسم حیرت مثنویات ،  رباعیات لیکلي دی په نثر کښي د هغه  اثار لکه رقعات  ، نکات او څلور عنصره  دی
بیدل د  عرفان په اړخ کښې ټولنیزو مسایلو ته  هم  پام  کړی  دی او په خپلو شعرونو کښې يې د ټولنې ناخوالې رسوا کړي    دي او د هغه د سمون هڅې يې کړ ي دي  او له دې لپاره چې دانیوکې د پام وړ وګرځي او خوله په خوله د هغو د کوونکو تر غوږ ه ورسیږي هغه يې د طنز په پسول ښکلي کړي دي.
 بیدل خپل طنز لومړی په عرفان کښې د ریاکاروانو څخه پيلوي
هغه دا ریاکاره زاهدان او شیخان رسوا کوي  پر هغوی طنزی نیوکې کوي او وايي.
(ژباړه)
زاهد چې د شرابخوروسره تخلف لري
پر اسلام يې، کفر تاسف لري
 یو عمر دی  چې دهغه په باطل باور
شیطان د حق  په ملک تصرف لري
بیدل د  ریا کاروشیخانو په هکله  بل ځای بیا په طنز وايي :
(ژباړه)
که پوه سي په مانا د شیخانو د روزگار
له یوه مخه لکه د زړه غوټه  توردي اوسر سپین
 بیا په طنز وايي د دی ریاکارو سخا ، د عنبر بوی ،د عرفان رمز اودانځور له ښېښې څخه بینايي مه  غواړه
 (ژباړه)
 د سخا اثار د تزویر له اهله مه غواړه!
 د عنبر بوی د هوږی له اصله مه غواړه !
 له وچ زاهده  د عرفان رمز  مه غواړه !
بینايي د انځور له   هېندارې مه غواړه
بیدل ریاکار   زاهد ته په طنز وايي : د جنت له ګټې  او ایمانه  تیرسه  پر خلکو یو احسان وکړه دا مجهول طاعت شیطان ته  پريږده
 
(ژباړه)
زاهده ! د  جنت او رضوان سودا پریږده
د کفر ښکنځل ،غرور او ایمان پریږده
پر خلکو احسان وکړه خدای دي ویني
د ا  مجهول طاعت شیطان ته پریږده
بیدل پوهیږي دا ریاکاران په طنز نه پوهیږي  نو یو ګام مخي ته ځي په هجو کولو اوپه بدو او سختو خبرو دا ریاکاره شیخان غندي او وايي :
(ژباړه)
 اې د پوهې مغزه ! د ګروم  غبار مه اوسه !
لونگۍ نه یي ، لوی اندیښه مه اوسه  !
 که د یووېښته په کچه عقل ولري بس ده
 لکه یږ سر تر پایه ږیره مه اوسه !
 
 
۲
 
دویم :بیدل د ریاکارو زاهدانو اوشیخانو وروسته  په زړښت  او دزړو په کارونو او هیلو نیوکې کوي اوپه طنز لیکي : چې زوړ سوې، ملادی کړوپه او ذره بینی اینکی دی په سترګو سوې بیا نو شهوت ا ومستی ستاسره نه ښايي

(ژباړه)

چې زوړ سوی او وېښته دی سوله ټوله  پشم
حیف دی  چا  لا هڅه وکړې د  شهوت او خشم
بې اینکو شی نه وینې په سترگو
اې ړونده ! نن   دی سترگه غواړي سترگه
هغه په دې  لاندې  شعر کښې غرور سپین ږیرو ته شرم بولې او سزا يي له لینډۍ سره  پرتله کوي او وايي:
 

(ژباړه)

غرور د خجلت هینداره  ده سپین ږیرو ته
لېندۍ د خپل غروره کږه پاته کیږي

(ژباړه)

خجلت  د زنګي له زړه تورګي  نه وړي
که هر څومره یې خولې مالومي سي سپيني
 بیدل له  ځانه سره وايي زوړ سوم خو لا پوه نه سوم چې دنیا  د چا د ماشومتوب  لوبه  ده
 

(ژباړه)

افسوس په سپین ږیرتوب لا پوه نسوم
چې دنیا د چا د ماشومتوب لوبه ده
 بیدل په سپین ږیرتوب کښې شینې چیچل پستي بولې او په طنز وايي ولي سپین بڼکې کارغه مرداري خوړل پریږدي؟!
 

(ژباړه)

زوړ سود شینو چیچلو  د پستې خوی یې لا سته
ولي غول خوړل بس کړي دا سپین بڼکې کارغه
سپين ږیرو د ځوانو هیلو  د غندو وروسته بیا خلکو ته مخه کوی او هغوی ته وايي
دا زړښت په مفته لاس ته نه راځي 

(ژباړه)

 هرخاص نوم د یوشی مسما ده
برګ يې مه بوله چې دخر لکۍ او  ورږسی سپین
بیدل هغو انسانانو ته چې د سپين ږیرو ته په درنه سترګه نه ګوري په طنز وایي :
 

(ژباړه)

  د خلکو سترگې چې لري دا بې تمیزي
 په لمر کې  سیاهی  کیږی مگر سپین
بیدل د زړښت په هکله له  ځان سره وايي:  زړښت  به مې  اخیر  مات کړي، ډودۍ به مي  د زړه داغ او کالی به مي کفن کړي  داد سپین سر پنبه ډیره خطرناکه ده  اخیر به ما وسوځي

(ژباړه)

زړښت به اخیر ماته وي زما
ډوډۍبه د زړه داغ او کالي به کفن وي زما
ایمن نه یم د سپینو وېښتو له یرغله
 دا پنبه به اخیر   وسوځی  ما
۳- بیدل د خلکو بدو کړو ته هم ګوته نیسی او وايي :

(ژباړه)

افسوس یو گړی له حرصه بې غم نه سو
ازاد مو ژوند ونه کړ ادم نه سو
د اعتبار په عالم کي  مړه سو او خاوری هم
یاني : غوښتل مو کس سو  ،خس هم نسو
۴- بیدل یو عارف دی هغه   مړینه ،  پیدایښت ، اخیرت  ډیر یادوی  خو یو وار يي په طنز داسې بیانوي:
(ژباړه)
 
بیدله !  بیا هغه فرصت د بد مستی چیري دی؟
او هغه جام او ساغر چې مات سوه چیري دی ؟
که لاس په وینو کړې له ډیرو مښولو
هغه لاس چې د حنا رنگ یې ولاړ  ، چیري دی ؟

بیدل  دانسان وروسته پر عالم  هم نیوکه کوی او په طنز وايي :
(ژباړه)

وګوره دا بې تمیزه افسانه د عالم
پریږده   دا لږ او ډیر  وکړه فهم 
شیطان ته طوق واچول سو  د غضب
له جنته يې بهر کړ ادم
 
 
۳
۵-د بیدل طنزي پندونه :
 بیدل د بزم په معرفت کښې دباټو ویشتل لکه په ورځ کښې شپه بولې او بل
ځای  وايي چې د ماشوم  په خوی نسېد دې دنیا له قیده خلاصیدای نسې   او په طنز وايي پام    کوه ،چې په پوهه کښې ارامتیا نسته
(ژباړه)
بیدله  د معرفت په بزم کې له باټو شرم وکړه
شپه چا نه ده لیدلې په سپينه ورځ

(ژباړه)
 
چې د ماشومانو د مزاج هم سبق نسې
 ددې دبستان له قیده به ازاد نسې
پوهه اوهوساینه  دیو بل دښمنان دی
اې نا پوه ! چې نادان نسې
 بیدل په طنز وايي له غمجن سازه زړه وړونکی نغمه نه وځي، په ښکنځلو کې ښه خبره نه وي ،  ای بې رودی رهی  سړه وسپنه مه ټکوه په لمن ډبرې ته  باد مه ور کوه اور کومه دی ؟
***
(ژباړه)
 
له غمجن ساز سره خوشاله نغمه کومه ده؟
 په ښکنځلو کې ښه خبره  کومه ده؟
 اې نادانه! سړه وسپنه مه ټکوه
 لمن ډبرې ته  وهې،   د اورلمبه کومه ده
 ۶-د بیدل ځينې هجوی او هزلیات :
 د بیدل ډیر طنزونه  هزلیاتو  ته کاږل سوی دی
 
(ژباړه)
زوړ سوې   دپستي خوی لا درسره  پاته دی
غول خوړل بس که اې سپین  بڼکې کارغه
***
(ژباړه)
 
 نه حرمت د دین نه عزت د درویشانو
 نه له پردو سره جوړ نه ددوستانو
بې انصافه یاست بې تمیزه او بې شرمه
 اخیرخر ښکر نه لري اې  لکۍ ږیرو !
***
(ژباړه)
 
 زاهده ! کله به توبه کوې؟
  په ډیرو خوړلو کله ځان ملامت وې؟
بادک شیان لږ خوره! چې یو ګړی
  دخپل داودس بنیاد ټینګ کړې!
***
(ژباړه)
 
 غیبت ګره !  بد کړه دي دی دا
کبرجنی  او لیونتوب دی دی دا
د حاجت وروسته په استنجاه زیار مه باسه !
له مرداري خوله پریوله ! کونه دی ده  دا
***
(ژباړه)
 
 اخیر د زمانې پرپړه سرچپه سوه
همتونه کم سوه : پستی ډیره سوه
خلکو هیر کړې ده  لاره د  دود او کرم
نوم ورکول په اساس د کونې سوه
***

(ژباړه)
 
 
زاهده! خبرې د صدق اوصفا کوې
مگر له یو سره  د ختا په لاره  ځغلې
اې مسخره! اخیر څه شعور دی په دې کښې؟
کونه  ګوز اچوي، ته لاس او مخ مینځې
***
(ژباړه)
 
له دې بڼه  هغه گلان  چې نیوکې کوونکی   ټول  کړه
هر چیري چې ځوزان وه په لمن کښې یې ټول کړه
یاني  : د کناسانو د خبرو له  دستر خوانه يې
 له یوه  سره لکه خلال: د غاښو چرکونه ټول کړه
***
(ژباړه)
 
که شیخ سوې چا ته حکم ونه کړې
د ادب لاره  او دود ورک نه کړې
خلکو سره داسې چلند وکړه ! چې لکۍ دی ږیره سي
سرچپه مه ځه  ! چې ږیره دی لکۍ  نه کړې

۴

بیدل د  خپلوشعرونو د زړه پوری کولو لپاره له  طنزی  توکو څخه  دیو  جالب عنصر په ډول ګټه اخلي او په هغه خپل هندی مکتب سینګاروي.
 بیدل په خپل ځانګړې ډول دا طنزي توکي  بیانوي او ډیر  طنز ونه يې له  درده  د هجوی او هزل تر پولي رسیږي اوان  کله تر هغه هم  ور تیریږي،ځکه  کله چې د چارواکو خښم   خولې بندي کړي او نادودی د حکومت  وجدان او اخلاق له منځه یوسی نوبیا پام د طنز اوظرافت خوا ته ګرځي نو کله کله دا طنزونه له ډیر خښمه  او جوشه  د هجو او هزل په لومه کښې موښلي
هجو په نیغه  دیو چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي او هزل بیا هغه د ی چې پرچا ناروا وايي یا  دهغه شیانو ویل  دی چې  دادب او اخلاق ضد وي  په اصل کښې  طنز په خپله لمن کې هجو او هزل پالي او له  بې عدالتي سره هغه  د یوې وسلې په ډول کاروي .
 د بیدل طنز  په دو پښو ولاړ دی  یو يې په عرفانی ادبیاتو کښې د ناخوالو  کړویادونه  ده  یاني   د ریا کارو  زاهدانو او شیخانو  دبدوکړو وړو یادونه ، غندنه او رسوا کونه ده اوبل يې په  عامو مسایلو او ټولنیزو ناخوالو نیوکې دی   یانی د زورواکو او شتمنو د بدو کړو وړو رسوا ینه اوغندنه   ده .
بیدل زاهد ته په هزل وايي که څه ډیر اودسونه تازه  کوې مګر نه پاکیږې کاش یو شرابي دي پر مخ میتازي وکړي.

(ژباړه)

زاهده ! څه مرداري ده؟ له بده خویه
له مستانوسره هیچا سم  ونه لیدې !
 یو عمر اودس  تازه کوی او لا ناپاک یې
اې کاش!  شرابي دي پر مخ بولي کړي  وای

***
 بیدل شیخ ته د هغه  د  خر کیدو مبارکي وايي:

(ژباړه)
شیخه! ځانمنی دی مبارک سه
 په خپل سربریداو تښته دی مبارک سه
 نن د څو حیوانانو په  باور
ادم سوی یې ،  خری دی مبارک سه
 بیدل  دا وار زاهد ته د شتود هوس اوپه دنیا  کښې د ګوټ ناستی مبارکي وايي:
  هغه ته وايي زړه دی د خلکو له سوچه بیغمه کړی دی ګوټ ناستی سوې يې یاني د بیت الخلا حالت  دی مبارک سه !

(ژباړه)
زاهده د شتنمی هوس دی مبارک سه
 د یوازیتوب دنیا دی مبارک سه
زړه دی خالی کړی د خلکو له سوچه
د بیت الخلا وضع دی مبارک سه
 بیدل د ریاکارو زاهدانو په  هجو کښې وايي :
 

(ژباړه)

 
دومره اوږده ږیره څه مانا لري؟
یږ سړیه څه ظلم  دی اخیر
وویرېږه  له لونګۍ پر سر زاهده
پوچه دعوی په دی سامان د ږیرې
یو نخود سر او سل منه لنګوټه
شیخ چې عرش ته ونه الوزی نو وکړی څه 
دا لږ او ډیر څه مانالري؟
 بیله وزره  ږیره څه مانا لري ؟
بیدله  دلته ټوله ږیرې اود اس کاکلان دی
ملت او دین څه مانا لري؟
 
۵
د بیدل ملنډی  عامی نه دي ،هغو شیخانو او زاهدانو ته نغوته ده چې ناروا مال خوري او شرابو ته بد وايي یاني نیغ کښېنی مګر کاږه وايي
بیدل دداسو خلکو  په هکله وايي:
ژباړه:
 
دیږ سره  د هم ډوله انسان  څه ژوند دی
 چې  دصوف او ګراستی لاس ته راوړل يي د ژوند دی هوس
څه لازمه ده شیخ  ته د لنګوټې مینه
چې خر شاخ ته رسول یې  دی دځواني هوس

ژباړه:

 
د خرس دمنګولود نوکانو عبرت واخله
چې ددې غويي ږیرو دا ږمونځ  کول  دی هوس
  د شلاغی او لرګی چې هغه اغیزه ده
 د خرود کونو لپاره  يې میهماني ده  هوس
هرڅومره  چې د ا دشیخانو ظاهر پرستی افراط ته رسی د بیدل طنز  هم هزل ته رسی
نو  ځکه بیدل   شعر په طنز پيلوي او په هجو او هزل پای ته رسیږي
 
 

ژباړه:

 
دجنت خیال ستا زاهدد طویلې زینت دی
 خری پریږده که غواړی چې ادم سې

ژباړه:

د ږیرو دا سلسله له منځه وړل ده  محاله
یو عمر کیږی دیږ، وزګړي او میږې همصحبت یم

ژباړه:

مسلماً شیخ د ږیرې دوکانداري کوي
د ټولو سوداګرو یږ ( ږیره ) وړینه نه وي
 

ژباړه:

د مشایخو دعلت او کړو مه پوښته
هرچیری  مزین دی په حکم اوصلاح دشرع
دلته د لوڼګی د ګنبدی خیال هیڅ نسته
زاهد چیری دی او دخدای طاعت  یې چیری
 

ژباړه:

 
دم ګړی  ددې نر کام فطرت ښځینه دی
د محتسب په ږیره کې يې زوی ايښي دی
دهغه مرداری د واعظ په غاړه کې لوېیدلې ده
د سجدې په حالت کې يې ځانګری شیوه  اراده ده
دامام رعنايي  نه لري د لمانځه راز
فخر کوي په لکړه چې په لاس کې يې څه ورکړي
دبیدل  د طنزدویمه پایه په دولتي ارکانو او د واک د لیونیانو غندل او رسوا کول  دی  چې ځینی شعرونه يي هجوی او هزلیات دی
به‌هـوش بـاش كه ديـوانگان غـرّة دولت
مرس گُسسته سگانند، بي‌قِلاده به‌هر سو
په هوښ اوسه چي د دولت او مقام لیوني
رسۍ شلیدلی سپيان دی بې غړندوی هر خواته
هغه مهال چې دواک لیوني او چارواکی دا ښه مځکه په بندګانو په دوږخ بدله کړی او دسلطنت تخت په  وینو سینګار  وی نو بیدل  حق لري هغو ته  رسۍ شلیدلی سپيان  ووايي

ژباړه:

دبی عقلی د سلطنت برم شو ننګ  دجاروکش
د هډوکو پرځای غول خوري هما دلته

ژباړه:

ددولت د نعمت په دسترخوان خوی کول شرم دی
که د آدم زوی یې د خرو په څرځای کې مه تیریږه
بیدل  وايي اوس مال او شته د سړیتوب معیار او محک سوی دی

ژباړه:

نن د هر چا قدر د هغه دمال اومنال په اندازه دی
ادم ورته ویلی نه سی هغه ته  چې خر نه وي
هغه د خپل عصر پر وړینو پهلوانانو باندې ملنډی وهي  وايي:
ژباړه:
 ددې مهال   دخلکو دعوی بیله شرم بل شی نه ده
لکه زمری غوړمبیږی چې ورنژدې سي وږګړی وي
له دې مغرورو پهلوانانو څخه مې زړه بدسو
رستمان دی خو د خاله په غیږ کښې لوی سوی دي
 بیدله له دې کوشنیو اولویو شتمنو نظر واړوه
د غوییانو دور ولاړ اوس حاضران ټوله خوسکیان دی
بیدل  چې له دې بدي وضعې څخه  پزې ته رسیدلی دی دا د خپل وخت  ناخوالي  دتاریخ زړه ته سپاري
 

ژباړه:

وخت وخت د حیض دی متینه وضع څوک لري؟
د سړی د بریتو باد، بیله کونې څوک لري
نور شعرونه يي د لیکولو نه دی
بیدل به‌په(۱۱۳۳ه‍. ق)پهدهلي کښې مړسو ی دیژباړه:
که ګټه غواړی له رښیتا څخه تیر سه
بې کږې ګوتې له کوزې غوړي کله راوځي
-
بېرته شاته