(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دَ سـتـمــونــــو سـتــــا لـښـکــــرې ډېـــــرې
سر ئـې دی يـو کــــۀ دي خبــــرې ډېــــرې
 
پخـوا بــه وی خـو پسـې ګــرځـمــه اوس
چا رانـه غوښتې دې ګـورګـورې ډېــــرې
 
تـوان دَ الوت چې پکښې نشتـه دی نـو
خــــــوروې څـــلـــــــه بــيــــا وزرې ډېــــــرې
 
پـښـتـنــو هــلــه تــرېـنـــه بـنـــد جـوړېــــږي
کلــه چـې يــو ځـائـی شـي کـمــرې ډېـــــرې
 
زمـا پــۀ خـيــال جـــوړې راتـلــو والا دی
دَ انــــقــــــلاب اورم سـنــــــــدرې ډېـــــــرې

هر کار به ستا پۀ خوښه څنګ نــۀ کېـدو
تـــا ايــــزده کــــړي دي مـنـتــــرې ډېــــــرې

 
چـې راســره وی تـــه هـېــريـــږي مـې نـــه
هـســې راغـلـــي خــــو اخــتــــرې ډېــــــرې

 
ورتــه کـتـل مـې ځــــان ســـــره ئـې اووی
دَ تــواب سـتــرګـې دې نـهـــرې ډېـــــرې
-
بېرته شاته