(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسپ

 
 ؟ انسانه ډیر د وزورولم ! ؟
 
وای یو اسپ ؤ د د خيل د ځان ساتنی لپاره
یوه پټی درلو ده او په د پټی کی به یئ
شوتله کرله او له هم دغی شوتلی ځخه به یی
د اینده یا د زمی د نورو وختونو لپاره به یی
بیده هم ورڅخه جوړه وله خپل ځان به یئ
په چلا ؤه او په همدغی شوتلی به یی
خپله ګوزاره کوله ښه وخت به یی
په تیراوه ! خو د اسپ قسمت خراب شو
د ده په د غه تنکی او شنه پسل باندی
یوه غرڅه اموخته شوه او دا شین پسل
به یی ټول وخوړ اسپ به یی په ولګی
باندی پری ښوا ده اسپ بی چاره ډیری
مڼډی راتری ورپسی وکړی ولی غرڅه
ډیره چالاکه تیزه ؤه نی شوی ګیرکولی
خو یوه ورځ د ټولو حیواناتو جلسه ؤه
هر یوه به یئ خپله ستونزه مشکیل ویلی
خو چی اسپ ته نوبت راغی اسپ ورته
وویل څی وخلکو دغلته یوه غرڅه ده
زه چی کله شوتله وکرم دا راشی ټوله
راڅخه وخری ما ډیری مڼډی وکړی
هر چاته می وویل او تاسوته می هم
سو واری وویل دا شیکایت می وکړ
خو څوک می غږ نه اوری زه اوس
څه وکړم که ماته لاره راوښی یئ ؟
خو حیواناتو ورته وویل څی مونږه
به فکر ورباندی وکړو ته سبر وکړه
خو بیلا خیره نه شو اسپ انسان ته
راغی او دا ټوله کیسه یئ ورته وکړه
څی د غه سی یوه غرڅه ده د دۍ
له لاسه می بیخی ډیر بد حال ده
او که ته راسره کومک وکړی یا لاره
راوښی څه وکړم میهربانی به دۍ وۍ
خو انسان ورته وویل څی هی هی
ولی و اسپه ته مخ کی ولی نه راتلی
خو بیا د هم ښه وکړل اوس راغلی
زه به د غرسی سره ګورم څنګه یئ
درته ورک که کړم ته لږ سبر وکړه
خو بلا خیره انسان اسپ ته وویل څی
اسپه زه به اول یو کار درباندی وکړم
څی په تا باندی به زین کی ګدم قیزه به
در واچوم او بیا به غرڅی په سی ګرځو
اسپ ورته وویل څی څمه د باداره ؟ ! ؟
څنګه چی ستا خوښه وی همغه به کوه
خو کله به انسان اسپ ته ویل چی راځه
نن زرنده راوړه نن لرګی راوړه نن
خیر او خیرات ته ځو دا ده او هغه ده
بانی به یی ورته کولی خو اسپ بی چاره
یۍ بیخی زیات پاعذاب کړ او زوراوه به یئ
خو اسپ انسان ته وویل څی وه انسانه ا د
غرڅی خبره څنګه شوه انسان به هر
وخت بانی ورته کولی په یوه او په
بله به یی غولا ؤه خپل کارونه به یی
په کول خو بیلا خیره اسپ په د پوهه
شو چی دا وړی نه شړی کیږی فکر نه کوم
چی انسان ماسره کومک وکړی خو اسپ
هم له ځان سره وویل څی زه خو غرڅی
دومره نه وم زورولی یا پاعذاب کړی وم
جور اځار یی نه ؤ راکړی له که څی
انسان وزوولم او زوره ویمی
خو بعد له هم دغی ورځی څخه انسان
چی په اسپ باندی کارونه شروع کړل
تر نه نئه پوری اسپ ته یئ زین او قیزه
ور واچوله کته او پورته یی زغله وی
 
 
اوږده کیسه یا وږده لیکنه

چرګ او شیطان ، ګوناه او توبه

سریځه
اول خپل د مینی ډک سلامونه د دۍ لیکنی یا د دۍ کیسی
لوستونکو یا لیدونکو ته وړاندی کوم له لوی خدای زمونږ
چښتن ( ج ) څخه ښی چاری درته غواړم هر وخت خوشحاله
ووسیږی محتر مو لوستونکو غواړم تاسو ته یو سو لنډ لڼد
معلومات در کړم ، څی زما دغه لیکنه د کوم مخصد لپار ده
یا یی زی د کوم مخصدو لپاره لیکم ، خاص اول مخصد
زما له دغو لیکنو څخه د ((( هر انسان ))) د ژوند د راحتولو
او خوشحالو لپاره ده چی څنګه وکولی شی خپل ژوند یا د ژوند
دا ستړی ستومانه سفر په ښه توګه سره په ښه کامیابی سره
مخکی بوځی او د ژوند له خترناک دښمن او غماز ریټل شوی
نعلتی شیطان څخه ځان څرنګه وژغوروی یا یی ورڅه وساتی !؟
بیا می خاص مخصد د خپل تن او وجود د غم ذپلی
افغان ولس د خدمت کولو یا یئ د رایښولو پوهولو
لپاره ده چی څنګه مونږه وکولی شو چی د دنیا له
څختو کړاونو دردونو څخه ځان وژغورویا وساتو
یا یی خلاص ګړو او په خاصه توګه د اوسني
د ځوانو ماشومانو یا راتلونکی نسل لپاره یو څه
د خپل د دین ! کولتور فرهنګ څخه یو څه ورته
وساتو د دغه مخصدونو لپاره زه هر وخت خپلی
لیکنی کوم ، او الله پاک د زمونږ په وطن کی د دغه
سی مخصدونو یا مرام حدف لپاره نور وطنوال
خلک هم راویښ کړی ، ولی څی نن ورځ زمونږه
بی چاره ولس او وطن ډیر سخت زرورت لری
ښو مرستو ښو لارښونو ته ولی هر درد درمان
دارو غواړی هر مرض زخم علاج غواړی
ولی نن زمونږ د خلکو او وطن تنها دعلم رڼا
د پوهی ادب رڼا د هر مرض درد زخم علاج دی
اوس نو باید زمونږ هر وطنوال د دۍ رڼا شمعه
یا چیراغ بل کړی یا یی ولګوی
نن مونږه همدغی رڼا یا علاج ته ډیر سخت
زیات زرورت لرو باید هر لیکوال یا د قلم
صاحبان خپل ځان هیڅ ونسپه موی په زغرده
باندی د الله پاک له قانون او امر سره سم
خپل خدمت او مرسته وکړی انشالله
الله پاک به مو هر درد قرار کړی هره تیاره
به راته رڼا ګړی ا متل ده چی وایی ؟
وای له ساسکو ساسکو څخه سیندونه جوړیږی
بل پاک الله وای یئ ته هرکت وکړه زه
برکت درکړم ؟ ولی باید هر کار په صداقت
سره وشی هر څه به مو اسانه شی
اوس بیرته راځم خپلی لیکنی یا کیسی ته
دا کیسه یا لیکنه تر اوس څه پوری ، تر پینځو
برخو پوری رسیدلی ده الله پاک دی نور
توفیق او قوت هم راته راکړی چی دا لیکنه
پراخه کړم یا یی زیاته کړم مخکی یی بوځم
دا لیکنه یا دا کیسه تقریبآ یونیم کال کیږی څی
زی لیکم اوس می یو څه سره راغوڼډه کړی ده
او ستاسو په خدمت کی یی وړاندی کوم
نور معلومات به بیا په لیکنه کی معلوم شی
چی څه ورڅخه جوړیږی خو زه به یی
یو څو لڼډو ټکوته ایشاره وکړم ،
دا لیکنه یا کیسه د چرګ او شیطان
د ګوناه او توبی له عنوان لاندی لیکل
شوی ده او لا مخکی ځی روانهده

اول برخه ۱:

دا کیسی اولکی شروع یی
د چرګ د قمندانی له بی ځایه امرونه څخه
له ډیر غورور بدماشی څخه شروع شوی ده
یا نی چرګ څنګه د شیطان په دام کی راګیر شو
څی له پروازه هم پاتی شو ډیر وشرمی ده
که خیر وی او که نه نوی زه الوځم
دوهمه برخه ۲:

د شیطان پیژندنه راځی شیطان وپیژنو
د شیطان عمال څه شی دی د شیطان نور
نومونه څه شی دی په کوم نومونو یادیږی
د شیطان کړنی او خوښی کومی دی
شیطان څوک دی شیطان چیشی ده
شیطان څه غواړی شیطان څه کوی
شیطان ولی زیدی شو شیطان ولی زید کوی

دریمه برخه ، ۳:

راځی ګناه یا ګناهونه وپیژنو
ګناه څه شی ده ؟ ګناه څنګه پیدا شوه
ګناه که وشی څه باید وکړه
له ګناه څخه ځان څنګه وساتو
بی له ګناه څخه ژوند هم نه کیږی
له ګناه څخه ځان څنګه پاکړو
څه باید وګړو څی ګناه نه ځان وساتو

څلورمه ، ۴:

راځی توبه وپیژنو
توبه چیشی کوی ؟ چیشی کولی شی
توبه چیشئ ته وایی ؟ توبه چیشی ده
توبه څه مرسته کوی شی یا یی کوی
توبه د ژوند یوه مومهه برخه ده
توبه ژوند ته ډیره ګټه رسوی
د توبی او چرګ سوال او ځواب

پینځمه ، برخه ۵:

راځی ژوند وپیژنو
کوم ژوند ډیر بد دی ختر تاوان لری
د ژوند ښی لاری د ژوند بدی لاری
ښه ژوند چی شی ته وایی
کوم ژوند ښه دی
کوم ژوند ښی ګټی لری
او هم داسی یو څه نور معلومات
لیکنی لا رواندی په اینده کی به
وګورو څی چیشی نور
ورڅخه جوړیږی ؟


((((((( ! ؟)))))))


محترمو لوستونکو تاسو کولی شی
چی زما هر شعر یا لیکنه په
خپلو کتابو یا ویب پاڼوکی نشر کړی
ولی څی د بعضی ویب پاوڼو ادرس
له ماسره نه شته یا هغه بعضی ویب پاڼی
چی زی یئ نه پیزنم په ازاده توګه کولی
شی زما لیکنی یا شعرونه په خپلو ویب پاڼو
یا کتابونو کی نشر کړی آ متل ده وای یی
چی ټک له دواړو لاسونو څخه خیزی
 
چرګ او شیطان ، ګوناه او توبه : !؟
اوله برخه

یوه ورځ اسمان دیر سخت وریځ ؤ تلنده وه سخت غوری ده څی یو ناڅاپه
دیری سختی ګلی باران شورع وکړه خو هر چا یوه خوا بله خوا منډی کړی
یو ځای بل ځای یی ځانونه سره پټ کړل مرغان هم یوه خوا بله خوا سره
لاړل ځانونه یی پټ کړل ؟ ! په د وخت کی یو چرګ هم مڼډه کړه په یوه
کوډل لخه یا کوډی باندی ورنه نواته او هلته یی ځان پټ کړ ، او په خپله
توبه یی شورع وکړه ، چی یو سوشیبی وروسته غګ ورباندی وشو
څی چرګه څنګه یۍ ؟ خو د هیڅ ځواب ورنکړ په خپله توبی یئ بوخه وه
خپل ذکر ته یئ دوام ورکړ بیا غګ ورباندی وشو چی چرګه څنګه یئ ؟
چرګ خپلی سترګی راخلاسی کړی یوه خوا بله خوا یۍ وکتل ګوری څی
چرګه هم په ګوډلخه یا کوډی کی نه شته دی ډیر هیران شو څی دا به
څوک وئ چی ما با ندی غګونه کوی بیا یی سترګی بیرته پټی کړی
په خپله توبه او ذکر باندیر یی شورع وکړه بیا عږ ورباندی وشو څی
چرګه څنګه یۍ ؟ ولی په یوه پښه ولاړ یی ! ؟ نو چرګ یودم خپلی
سترګی را خلاسی کړی غګ په وکړ څی و شیطانه زه ستا له لاسه
هی چیرته هم نه خلا سیږم له ماسره کار مه لره بی حیا بی شرمه
ریټل شوی زه ورک شه ، ؟ بیا بیرته غګ ورباندی وشو څی
و چرکه مونږه یوو چورګوړی چرګ غګ په وکړ ، وچورګوړو
زما خو م ، زړه راباندی وښکه چیرته ناست یی غګ مو شته
او تاسی نښکاریږی ؟چورګوړو ورته وویل مونږه پاس ناست یو
چرګ ورته وویلولی پاس ولی ناست یی ؟ چورګړو ورته وویل
مونږه می مور دلته پاس کینولی یؤ ، چی ګیډړان او سورلڼډیان مو
ونه خوری د دوۍ له ډاره جګ ناست یو چرګ ورته وویل ښه ښه
اوس پوهه شوم ، ښه ده ! ؟ غلی شی شور ماشور مه کوی
چرګ بیا بیرته سترګی پټی کړی په طوبه یی شورع وکړه خو یو
سو شیبی بعد چورګړو بیا غګ په وکړ څی و چرګه سنګه غلی شوی
دا څه کوی لږ څه خو وه وایه ؟ چرګ ورته وویل خیر غواړی خیر
مه چونګی ګی چوف شی ! ؟ خو چورګوړو باندی هم ساعت نه
تیری ده بیا یو څو لعظی بعد غږ په وکړ ، څی چرګه مونږه یو څه
پښتنه در څخه کوه ؟ څی دا ته ازانونه ولی کوی ؟ او ولی په یوه
پښه ولاړ یی ؟ بل ته لږ قیسی وکړه ایباندی څه خبری دي که مونږه
ایباندی لاړشو څه به کوه ته خو یو څه وه وایه مریض خو به نه یی
چی داڅی غلی ولاړ یی ؟

چرګ خپلی سترګی رااخلا سی کړی ، او ورته یی وویل
نه نه مریض نه یم نه غلی ولاړ یم خپلی توبی باسم ذکر کوم
بل تاسی وویل چی ایباندی څه خبر دی ایباندی هیڅ شی نشته دی
ایباندی تنها شیطان ده خیر او خیرات ده توبی به باسی او خپل
ازنانونه به کوی ایباندی دغه شیان دی ، او که توبه ونه باسی
یا خیر او خیرات مو یاد نه کړ بیا مو شیطان زوبلوی او اظار به
درکوی بیا مو ژوند څختیږی زوریږی به ،

او اوس ډیر مه چونګیږی چوپ شی زه خپلی طوبی باسم ذکر کوم ،
خو چورګوړو په خپل منځ کی خبری شوروع کړی یو بل ته به یی
ویل چی دا چرګ ولی دومره په غوسه ده چی دا به څه چل وی ؟
خو چورګوړو په خپل منځ کی سره وویل چی کاشکی نه پیدا کیدلی
دا څه حال شو د شپی مو سورلنډیان او ګیډړاننه پریږدی اوس خو
طوبه خیر او خیرت شیطان او ازان ، هم په کی را پیدا شو
دا څه حال ده ؟ چرګ بی چاره نه خو سم لیونی جوړ شوی دی ؟
خدای خبر زمونږه به څه حال وی که غټ شو ایباندی لاړ شو
خو یوه چورګوړی په دا نورو چورګوړو باندی یی غګ وکړ ؟
چی دا د پټی سر ده پټی ورو ست سرور ده ،
دانورو چورګوړو هم سره وویل چی ریښتا وای یی ولله تا سو
راځی څی له چرګ څخه پښتنه وکړو چی نوری څه خبری دي
په ایباندی دنیا کی او دا ازان ، شیطان ، طوبه ، خیر او خیرت
څه شی دي څه ته وایی ؟ چرګ خو یی داسی ډارکړی ده
لکه څی درست اومر یی په یوه پښه درولی او همدغه
یوه خبره کړی ده او وای یی ( خیر او خیرت توبه او شیطان)
په د دنیا کی لکه څی هم دغه یو څو شیان دی په دنیا لکه
ادی٫ابا٬سورلنډیان ، ګیډړان ٬ازان ، شیطان ٬طوبه ،
خیر او خیرت ، ؟ نوربه هیڅ شی په دنیا کی نوی ؟
دا څه ژوند شو کاشکی نه پیدا کیدلی ، دنیا ته نه راتلی
مونږ به څه کوو دا څه حال شو خو بعضی چورګوړو سره
وویل چی تاسی راځی له چرګ پښتنه وکړو او وۍپښتو
وی غګو څی دۍ ولی داسی ډار شوی ده نور څه خبری دي
په دنیا کی ؟خو چورګوړو غګ په وروکړ چی چرګه و چرګه
ته جګ شه ؟ چرګ ځان کوڼ کړ ! خو چورګوړی هم ډیر
وران ول بیا یی غګ ورباند اور وکړ څی و چرګه ولی په یوه
پښه ولاړ یی کینه کنه ؟ ! چرګ ځواب ورنکړ ، خو بیا غګ
په وکړ څی چرګه دا ازان ، شیطان ، او طوبه ، خیر او خیرات
څه شی ته وایی او یا څه شی دي ؟ چرګ یو دم خپلی سترګی
را خلا سی کړی ، ورته وویل و چورګوړو ولی می په ځخمونو
باندی ماالګی وړوی ! کینی کنه سملی ویدشی خیر ده پری میږدی ؟
چورګوړو ورته وویل ؟ څی و چرګه مونږه تاته څه ویلی دي
ولی په غوڅه یی مونږه خو تنها پښتنه درڅخه کو او دا خو کوم
بد کار نه ده کنه ؟ خو چرګ ورته وویل ښه څمه ده تاسو خو می نه
پریږ دی څی ذکر وکړم او خپلی توبی وبا سم خو ښه ده را شی چی
اوس ټولی کیسه درته وکړم ،چی دا شیطان خدای وهلی څوک ده
ازان خیر او خیرات توبه څه شی دي چرګ چورګوړو ته وویل ښه
غوګ به مو نیسی چی زه څه درته وایم یا څه وایم ؟
چورګوړو ورته وویل ښه څمه ده ، خو چرګ یو ښه غټ هوسیلی
یی وویسته او خپل اځان یی وکړ بیا یی ورته وویل ؟ زه نه پوهیږم
څی لکوم ځای څخه یی درته شوروع وکړم لیږ صبر وکړی چی زه
لیږ چورت په ووهم ؟خو یو څو شیبی ورسته یی شروع وکړه او وویل
څی دنیا یو ډیر ښه ځای ده خو ولی ارمان ارمان ده څی د منافق شیطان
له لاسه هر څه ګډ وډ دي د شیطان له لاسه ژوند کول په دنیا کی اسانه
خبره نه دی د غماز منافق هر چاته یی مشکیلات جنجالونه جوړ کړی دي
او مونږ ټول د د غه سپیره تور مخی ریټل شوی شیطان له لاسه ډیر سخت
پاعذاب یو ، ژړیږو شیطان د هر چا دښمن دی هر چا باندی د ظلم کړی ده
او کوی یی ، او تاسی باید له دغه کینه کښ نه ډیر لری وګرځیږی ځانونه
مو ورڅخه وساتی چی دی یو ډیر چالاکه دښمن ده هرنګه چل او چالاکی
په سړی کوی ، چورګوړو چرګ ته په یوه غګ وویل ښه پوه ه شو څمه ده
اوس کسیه له دی ځای څخه شورع کیږی هغه داسی چل وه څی کله مونږه
ټول مرغان الله پاک جوړ کړو ، ا لله پاک مونږته امر وکړ څی چرکه ته دی
ټولو مرغانو سفرسالار قومندان یا امیر یی ، خدای سته زه ډیر بی حده
زیات خوشحاله شوم چی ولله الله پاک په ما باندی ډیر یو غټ رحم ترحم وکړ
دا خو یو د ډیر د خوښی ځای ده ، ته ما ته وګوره او ته دانورو مرغانو ته
وګوره سومره ښایسته دي سومره ښی قواری لری سومره غټ غټ دی له ما
هم ښه اوښیار او چالاک دی او ته ما خوارکی ته وګو ره چی ډنګر پنګر یم
وچ کلک یم خو بیا می وویل څی ځه دا خوښه رضا د پاک الله ده څی څه
کوی مونږه څه پوهیږو څی څه به کیږی الله پاک لوی مالیک دی
دا خو دا شوه ا متل ده چی وایی په لوټه وختی کشمیر د ولی ده
نور مرغان غلی غلی ناست ول هی چا څه نه کول ، ما به هڅی په ناهقه
امرونه کول لږ لږ قومندانی به می کوله په نورو مرغانو باندی کله به می
ورته ویل جګ شی سملی کینی که دوۍ به غلی هم ول ما به ورته ویل دا څه
حال مو ده چوپ شی او دا امرونه به می ورباندی کول او ډیر خوند بی راکاوه
خو زما امرونه بیخی زیات شول ټول راڅخه تنګ شول نو یو دم یو فیل مرغ
راجګ شو او وی ویل و چرګه کینه لږ اواری کوه دا د څه حال شروع کړی دی
مونږه څه کړی دی چی ته حق نا حق امرونه کوی د تا یی څه چی مونږه هر
څه کوو خپله خوښه مو ده ، پریم ده زه ورک شه ډنګره کی ؟
آ متل ده څی وایۍ ، له نه سته میړو ملک شو میرو بس کړه ځیاتی ،
خو زمآ او د فیل مرغ سره شور ما شور وه ما هغه ته ویل چی کینه وهغه ماته
ویل څی کینه ډنګره خو زمونږه غال مغال شور ماشور بیخی ځیات شی څی
یو ناساپه ملا یکی شریفئ راغلی مونږه یی سره خلاس کړو او دواړه غلی شو
ولی په اسلن کی ، فیل مورغ په ما باندی بخیلی کوله ، چی زه ولی قومندان یم
دۍ په ځان نه پوهی ده دی د ته په وزروکی شیطان ورنه نووتی ؤه ، او دغه
ټول د تور مخی شیطان کار لمسا وه چی دغه سی کار باید وشی او فیل مرغ
یی په ما راولمسا وه او په ما بخیل شو د نه غوښتل چی زه سفر سالار شم
خو یو سو شیبی ورسته دا تور مخی ریټل شوی منافق شیطان زما خواته هم
راغی او راته وویل چی چرګه ډیر تکړه قومندان یی افرین فیل مرغ دی ډیر
سخت وډار کړ ؟ ته ورته وګوره هغه سی غلی ناست ده زه نور هم ډیر
زیات ببر شوم او د پښو شخی می وښکلی ، بیا می امرونه شروع کړل
دلته یو دم ، د مکار شیطان راته وویل چی و چرکه وزرونه د درباندی
کیح کاږم در باندی وی مښمه ستړی شوی به یئ ؟ ! خو زما هم د
قومندانی نیشه وه ! ورته ومی ویل د ښیږڼی په کار کی پښتنه په
کار نه ده راشه دا د څه ښه خبر وکړه شوروع وکړه دا ته څه ښه مهربانه
یی منم دی بی شکه ولله ، خو بعد له یو سو شیبو نه ورسته مالا یکی شریفئ
بیا راغلی او ما ته یی وویل څی چرګه دا نورو مرغانو ته هم وه وایه چی تیار
شی یا تیارسیت شی ځان اماده کړی چی د الله پاک فرمان راځی چی څه به کوی
او یا چیرته به ځی بعد له د ینه ما هم ورته وویل ښه سمه ده ؟ زه به ټولو ته دا
ووایم څی تیار شی ! ما هم په ه ډیر کش او فش باندی می امر وکړ او ټول می
تیار سیت ودرول ، او ټول مرغان تیارسیت شول ! اکتو نه می نور هم په وکړل
تورمخی شیطان بیا راته وویل چی ډیر ښه قومنده دی وکړه بی شکه چرګه ؟ خو
بعد له یو څه وخت نه د پاک الله له ترپه غیبی غګ وشو چی تاسو ټول مرغان په
ډیر ښه کامیا بی سره جوړ شوی یی ؟ سبا سحر ته به له خیره سره مخکی د لمر
له راختو څخه هوا ته الوزی ټولو مرغانو ؟! په یوه غګ اواز وکړ زمونږه
صاحبه چی څرنکه ستا ایختیار وی ستا امر وی مونږه به همغه کوه ته د کول
ایختیار یی )( خیر خیر به غواړو )( زمونږه صاحبه دلته یو دم ،! ریټل شوي
شیطان ټونګر راکړه وی ښورولم ، راته یی وویل څی چرګه ته خو هم قومندان
یی یو څه خو وه وایه لږ کش او پش ښکاره کړه ؟ ! ما هم ورته وویل چی زه
په څه وو وایم زه څه ویل نه لرم ! ؟ بیا دلته ریټل شوی یشیطان راته وویل
چی زی در ویښایم څه وه وایی ؟ ! ما نادان هم ورته وویل ووسمه ده وه وایه
څه وایی ؟ د راته وویل څی صبا ته چیشته الو زی نن والوزی او ډیری باټی
غوری یی راته وکړی سیندونونه یی راته شیروا جوړکړی غرونونه یی راته
غوښی وګرزول ، او ویل څی پاس اسمان کی ډیری مزی دی او الله پاک ته
ؤه وایه زه هم قومندان یم ! ؟ ماته نور هم د شیطان د خبرو ډیر خوند راکړ
او دا د قومندانی ټکی خو به یی بیخی ډیر زیات خوند راکاوه
ما بی عقل هم هیڅ فکر ونکړ یو دم ! ؟ می غګ وکړ چی مونږه هم دا اوس
الوزو صبا سحر څه کوو ! ؟ له پا سه غګ وشو چی خیر مو وغواړی خیر
صبا سحر ښه وخت ده ! ؟ غوڼډو مړغانو په یوه غږباندی غږ وکړ چی
خیر به غواړو خیر ! ؟ ما ناپوهه بی قل ورته وویل ؟
که خیر وی او که نوی زه خو الوزم !؟ زه خیر نه غواړم خیر څه شی ده
زه هم یو قومندان یم دلته ټولو مرغانو په ما راغږ کړ او په یوه غږ یی
راته وویل ، و چرګه خیر دی غواړه دا څه کوی ته څه کاره یی ؟ د الله پاک
یو ډیر لوی امر ده ؟ مونږه ده جوړ کړیو چو پشه کبر غرور مه کوه توبه
وباسه ما بیا ورته وویل چی زه هم یو قومندان یم زه خو هم باید یو څه وه
وایم یو امر وکړم او شیطان په د وخت کی رنګا رنګ خبری راښی یی او
زه نور هم ببر شوم هم دغه ؤ چی الله پاک زه نور وشرمه ولم او د ده په
قهر غزب باندی که کړ شوم په شرمونو وشرمیدم هر څه رانه لاړ ورک
شو ، تکی تنها پاتی سوم ډیر یو غلت او بد کار رانه وشو آ متل ده
چی وا یی د یوی شیبی قهرمانه د ټول عمر غلامه ستړی مشی ،
نور زما په سترګو باندی هم یودم یوه غیبی توره تیاره راغله ما به فکر
کاوه چی شپه شوه ویده شوم خو کله چی می سترګی خلاسی کړی چی
راجګ شوم ګورم څی شین سحر ده هی څوک نشته ټوله دنیا رڼه رڼا ده
یوی خوا بله خوا می وکتل څی هیڅ څوک نه شته چی پاس می وکتل
ګورم چی ټول مرغان په هوا کی چکر وهی خپلی خوشحالی مستی کړی
له یو بل سره موبارکی کړی خاندی ټول الوتی دي په مځکه باندی هی
څوک نه شته دی ، ؟ ! او خدای شته زه ډیر زیات سخت خپه شوم
چی اوس خپل وزرونه ګورم څی شیطان هم راڅخه تللی ده یو سو شیبی
وروسته ګورم چی شیطان مخا مخ راته ولاړ ده له خندا شین ده خاندی
ما ورته وویل چی شیطانه ولی خاندی زه په څه حال کی یم ته په څه
حال کی یئ ؟ هر څه می انه لاړ ورک شو غرق فرق شوم تبا او برباد
شوم اوس به څه کوم !؟
شیطان بی شرمه راته وا یی څی ود لیدل چی څنګه درز می درک
له هر څه نمی خلاس کړی بی برخی می کړی بیا یی په یو ډیر بد
قح قح باندی راته وخاندی ؟ ! او راته وا یی څنګه امیر صاحب
بیا قومندانی کوی بیا امرونه هیڅ نه شرمیږی مسخری راباندی
کوی ، او رنګا رنګ جور او اځار راکوی ؟ خو زی بیخی ډیر
هیران کړم حک پک ورته پاتی شوم څی دا څه چل وشو خدایه
بعد له دغو خبرو اترو او د شیطان له خندا ګانو څخه پوهه شوم
چی دا ټول کارونه دشیطان ول لکه څی تبا او برباد شوم دا می
څه وکړل ! ؟ په خدای زه خو تبا شوم وخدایه زه خو دوکه شوم
اوس به څه کوم ، ما دغه قومندانی امیر توب څه کاوه توبه توبه
دا می څه وکړ ولله هر څه رانه لاړ چور تالا شو ورک ورک ش
څی ګورم بیا دغه ریټل شوی بی شرمه منافق شیطان راته خاندی
ما باندی سور اوربل ده له ډیره خبګیان څخه او د له خندا شین ده
خو ماته هم ډیره غوسه راغله شیطان ته می وویل دا منم چی زه
د دوکه کړم وغولیدم ؟ ! خو دومره راته وه وایه چی داولی
ما خو تاته هیڅ نه ؤ ویلی ؟ اخیر ولی داسی د خاوری په سر
او خوار او ځار کړم په شرمونو د وشرمولم ولی ! ؟
د بی شرمه چالاکه شیطان بیا په ډیر قه قه باندی راته وخندل
او راته وویل ښه سمه ده زه به ټوله کیسه بیا در ته وکړم
خو ته یو وارته شاته د وګوره چی څه ښه تماشه جوړه ده ! ؟
ماڅی شاته وکتل ګورم چی فیل مرغ غرغړی وهی او له ځان
سره همدا وا یۍ ټول د چرګ له لاسه ، بیا ګړګړګړ کړی ! ؟
ما ورته وویل څی ولی ، وفیل مرغه څه چل دی د راته وایی
چی دا ټول د تا له لاسه شول ډنګر رکی ما اورته وویل ولی ما
څه شی کړی دي ؟ دۍ راته وا یی که تا بی ځایه امرونه نه کول
ولی به می اوس دا حال ؤ زه به اوس هم له نورو مرغانو سره
یو ځای په هوا کی ګرزیدم ،الوتم به !؟ او بیا راته ګړګړګړ کړی
څی ټول ستا د له لاسه غوڼډ ستا د لاسه شول ؟ خو زه بیا ډیر
حک پک هیران شوم !؟ څی له یوی خوانه شیطان هغه څی
خنداګانی راباندی کوی اوس له بلی خوا نه فیل مرغ راته وایی دا
ټول ستا کارونه دي او ستا له لاسه دا سی شوم او د فیل مرغ ګناه
هم راغاړی شوه اوس به زه څه کوم ا متل ده څی وا یی ودریږه
دا د پټی سر ده پټی ورسته سرو دی !؟ خدا یه ته هر رحم ترحم
راباندی وکړی اوس به څه کوم
خو بیلا اخیره په ډیره قراری می فیل مرغ ته وویل څی و فیل مرغه ولی ؟
ما تا ته څه ویلی دي څی دا سی په غوسه یئ او دۍ بیا ګړ ګړ ګړ کړی
او راته وایی که تا بی ځایه امرونه بدماشی بی ځایه قومندانی نه کوله ولی
به مو اوس دا حال ؤ بیا ګړ ګړ ګړ کړی ! ؟ ما ورته وویل څی و فیل مرغه

زما په بدماشی او امرونو باندی ستا یئ څه ؟ خو تا هم په ما بدماشی کوله
نور خلک غلی غلی ناست ول ته نه دریدلی ، او ما تا ته څه ولی دی خو
تا بد ماشی کوله کنه او بیا راته ګړګړګړ کړی ! ؟ دۍ راته وایی تا به
چی امرونه او بدماشی غرور د قومندانی به د کاوه زما به ډیر خو ښی ده
په دۍ خاتر باندی زما په تا باندی بخیلی راتله همدغه وجه وه څی ماته
الله پاک په غوسه شو په عذاب باندی ککړ شوم او ما ته یی وویل څی تا
ولی بخیلی کوله اوس می دغه حال شو ټول د تا له لاسه ما ورته وویل
څی و فیل مرغه ته هم لکه څی شیطان ډوکه کړی یي یا غولولی یئ
د بیشرمه زه هم ډوکه کړم او چل یی راباندی وکړ ! ؟ ده راته وویل
چی دا شیطان لا پڅی څوک ده ؟ ! ما ورته وویل چی شیطان هغه وه
څی په تا باندی یئ پیښی کیښودلی او تی جنګ ته تشویقه ولئ همغه
شیطان ده !؟ ما هم خپله کیسه ټوله ورته وکړه بیا دۍ پوهه شو چی
ولله دا ټول کارونه چل او ول د منافق ریټل شوی شیطان دي
ما ورته و ویل څی نور ماته مه غوسه کیږه مه ګړی ږه !؟ ده راته
وویل چی دا منافق او چالاکه ریټل شوی اوس چیر ته ده ؟ ما ورته
وویل څی ږ د شاته وګوره ده څی شاته وکتل ګوری چی شیطان بیا
له خندا شین ده او ورته خاندی او بیا ماته ګړګړګړ کړی څی
دا ټول دۍ تا له لاسه !؟ خو زه هم په د پوهه شوم چی فیل مرغ
بی چاره په هم دغه سخت مرض عذاب باندی د عمر له اخیر پوری
ککړ شو او لیونی شو بیر ته می شیطان ته وویل چی دا منم
ته بی شکه یو ډیر چالاکه یئ زه اوس درته بیخی تسلیم یم خو ته
کولی شی دا راته وو وا یه چی دا ستا ، ولی له مونږ سره دوښمنی
او زید وه یا ده ته خو دا راته وو وایه ؟
شیطان راته وخندل راته یی وویل څی ښه سمه ده درته وبه وایم
شیطان راته وویل څی چرګ ته زما یو څه خوخ شولی زه غواړم
څی له تاسره یو څه غوربړ یا مجلس وکړم او ته باید ښه غوږ اته
ونی سی چی زه څه درته وایم ، زه څوک یم ، زه څه غواړم ؟
زما څه شی ډیر خوښیږی ، زه له څه شی څخه ډیر لیعزت وړم
او دا کارونه ولی کوم ، ولی زه له هر چا سره دښمنی کومه
او ستا سو له خدای څخه ولی ناراځه یم ولی خپه یمه بیا دی خپله
خوښه چی ماسره پاتی ، کیږی او که ځی یا له ماسره ملګرتیا
کوی او کنا چرګه ؟
ما ورته وویل چی سمه ده ځه زه به هم ښه فکر ورباندی وکړم
خو زه فکر کوم دا یوه ډیره لویه کیسه ده او ډیر وخت نیسی ؟
شیطان راته وویل وو یو څه وخت خو نیسی چیرګه
خو بعد له ډیرو خبرو اترو منافق شیطان
خپله کیسه یی شورع کړه !؟،
اول له خپلو عمالو کړنو خوښولو او نومونو څخه یئ شروع وکړه
وای اول نوم وه ، ! عذازیل ؛ شیطان ، ریټل شوی ؛ نعلتی ، ظالم ؛
بی رحمه ، ناترسه ، کبرجن ،کبر ؛ غرور ؛ مغروره ، مغرورتیا
دروغجن ؛ دروغ ، دروغ ویل ، ریاکاری ، ریاکار ، متلب اشنا
متلب اشنا یئ ؛ وعده خلاف ؛ وعده خلافی ، توحمت ، بوحتان ،
بی ځایه شک ، بی ځایه شکمن ، بی ځایه شک کول ، شیرک ،
شیرک توب ، شیرک کول ، منافقت ، منافقی ، وامتوب ، نفس کشی
، کینه ، کینه کښ ، کین اوبغض ، عغضه ، زیدکول ، زیدی ،
بخیل ، بخیلی ، صود ، صود کول ، اظارول ، اظارورکول ؛
شر ، شرجوړونکی ، لانجه ، لانجه اچونک ، لانجه جوړونکی
زوریدا ، د بل زوریدا خوښول ، جور او ازار بل ته کند ښکل ! ؟
دغه زما نومونه دي دغه شیان زما خوښیږی دغو شیانو څخه زه
لعذت وړم یا اخلم دغه شیان زما خوراک دي یا له دغو شیانو
څخه اینرجی اخلم یا زم قوت دی ؟! ،
په دغو کړنو او عملونو خدای پاک له ما څخه خپه شو زه یئ له
هر څه څخه بی برخی کړم او وو ریټل شوم هر څه راڅخه ورک شول
مځه کی ته راکته شوم یا راټیټ شوم ما له هم دغی ورځی څخه قسم
وکړ څی تر څو پوری دا دنیا وي یا دنیا ودانه وي زه به هیڅ کله ارام
ونه کړم ، او هر انسان یا د خدای پاک هر مخلوق ته د ځمکی په سر
به ضر ر وررسوم ، هر رنګه اظار به ورته ورکوم زوره وم به یئ
د ځان ملګری په یئ کړم دغه زما لاره ده او لارښونه ده اوس ستا خپله
خوښه چی څه کویی څه د تسمیم ده زه اوس درڅخه ځم بیا درته راځم ! ؟
زبیح الله شریفی
-
بېرته شاته