(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ړوند بڼ

د جمال ناصر اصولي 
مالياره بڼ در څخه وران نه شي
 هسې يې ساته چې ودان نه شي
 
لكه نښتر په ژمي اوړي چې وي
 مسكا دې كاندي چې خندان نه شي
 
عشق منظره غوندې وښكاريږي
 انځور ورښايه چې پښېمان نه شي
 
مالياره ګوره يې لـه لرې څخه
لـه بوى يې تير شه چې تاوان نه شي
 
جام د ساقي واخلـه د لاسه نه مې
 هسې د زړه زربې ټكان نه شي
 
هسې يې وساته د خلكو نه پټ
 چې دا د نن په څېر افغان نه شي
 
ورته دا بر ګې كيسې مه اچوه
 چې "اصولي" د زړه زندان نه شي
 
بې نومه کاروان
د صحرا پـــــه زمــانو مې لوى کاروان و
خو پــــــه کنډو کنډوالو مــــې را روان و
د يتيم لــــه اوښکو بــــــار و  نوم يې نه و
چا ويل چې لــــه اسيــــا افـــغـــــانستان و
سوداګـــــر دوينو غـــــوښو ور روان دي
وايي پـــاس په دلکشا کې لوى مـــــکان و
چې مـــې پېغلې د پنجاب په ديرو نــا څي
دا مـــــې مشر دا مـــې کشر دا مې شان و
بيا د مستو مستو حورو دُعـــــا کــــــاندي
دا زمـــــا د قـــافــــلې لــــــه مخې خان و
پــــه بـــــربنډه يې غمي د کــــابل يووړل
دي پـــاريس کې راتـــه خاندي اوخندان و
بلخوا کونډه چې نــــري نـري زګروي کا
يــــا يتيم بچي له اوښکو چې بـــــــاران و
څنګه ووايـــــم اختر دې مــــبــــارک شه
زمـــــا نــــــــــه دى دا اختر دبل انسان و
لا مې غږ په اصفهان پـه  ډيلي پروت دى
چې بــابــا مې احمد خان په کوم دوران و
زه که نه وم تــــــه که نه وې دا ايمان دى
چې  همدې اسيا کې لـــــــوى افغانستان و
بيا بــــــــه ډول وي بيا اتڼې بيا به چوغې
لکه ګډ پــــــه ګورګينانـو ميرويس خان و
افغانيت  مې پـــه لاس توره پښتو ډال دى
ځمکه پـــــــرېږده لا خبر په دې اسمان و
(اصولي) چـې د لندن جونـــو تــــه خاندي
نوم يې ورک شه ده ته چاوې چې افغان و
 
-
بېرته شاته