(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانه ښځه

زرلښته حفيظ کاناډا
ښځه حيا ده لوپټه د عزت
ښځه ښکلا ده د ژوندون مرحمت
 
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي
 
ګردې نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې
 
په بسم الله باندې هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
 
ښځه ښادي او خوشحالي د ژوندون
ښځه ډيوه او رڼايي د ژوندون
 
ښځه غوټۍ ده دګلونو څانګه
ښځه ښکلا ده د نورونو وړانګه
 
هره يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هر چانه معظمې ښځې
 
په پاکه غيږکې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه
 
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
اې په نړۍ کې قهرمانې ښځې
 
د سولې غږ په هر افغان ېې ښځې
ته دحفيظ د زړه ارمان ېې ښځې
 
ستا دحيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان
 

 نوې کا ل مو بختورشه

 

نوې کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو

چې بياورکه دمودومودوجګړۍ شي
داسې سوله مو په درشه هيوادوا لو

انګړونه موپه شنو ونوښايسته شه
رادسولې خوږ خبرشه هيوادوالو

دمودومودوويرونه تورتمونه
دادغم شپې موسحرشه هيوادوالو

ګلبڼونه موښا يسته په سره ګلا نو
ټول فضامومعطرشه هيوادوالو

نوې کال سره موسوله ميلمنه شه
دحفيظ پرې خوږنظرشه هيوادوالو

 

زرلښته حفیظ
 
پروردګاره
ته د وخت د حکومتونو سترواکدار يې
ته د ټولو کا يئنا ت پرو رد ګار يې


ته عادل په عدالت حکم فرما يې
ته په دواړو جهانونوکې رويدار يې

چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي
ته رحمان يې ته رحم يې ته قهار يې

ته هرڅه يې او په هرڅه ښه پوهيږې
ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يې

دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي
دومره وينې  فوارې په شان تويږي
 
دا سرونه چې تنې نه  را بېليږي
مورد لوراو زوی د مور نه جدا کيږي
 
ډلې ډلې ښځې ورځ په ورځ کونډيږي
د تنکي ځوانانو لو  دی  چې ګډيږي
 
اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي
د انسان غوښه باروتو کې پخيږي
نو!
اې  دټول جهان مالک پروردګاره
د بې کسو او بې وسو ناز ورداره
 
هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يې
ته  دنيا يي  اخرت  اوبل جهان يې
 
زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم
زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم

دويرونو  ماتمونو شپي سبا کړه
زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه

سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې
د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې

دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي
زما دژوند خوږې شیبې پردي ملکو کې

مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه
يو د سولې نزرانه کې خبر راکړه

د حفيظ ارمان پوره کړه ای غفاره
اې د ټول جهان مالک پروردګاره


 

ته عادل په عدالت حکم فرما يې
ته په دواړو جهانونوکې رويدار يې

چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي
ته رحمان يې ته رحم يې ته قهار يې

ته هرڅه يې او په هرڅه ښه پوهيږې
ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يې

دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي
دومره وينې  فوارې په شان تويږي
 
دا سرونه چې تنې نه  را بېليږي
مورد لوراو زوی د مور نه جدا کيږي
 
ډلې ډلې ښځې ورځ په ورځ کونډيږي
د تنکي ځوانانو لو  دی  چې ګډيږي
 
اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي
د انسان غوښه باروتو کې پخيږي
نو!
اې  دټول جهان مالک پروردګاره
د بې کسو او بې وسو ناز ورداره
 
هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يې
ته  دنيا يي  اخرت  اوبل جهان يې
 
زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم
زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم

دويرونو  ماتمونو شپي سبا کړه
زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه

سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې
د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې

دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي
زما دژوند خوږې شیبې پردي ملکو کې

مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه
يو د سولې نزرانه کې خبر راکړه

د حفيظ ارمان پوره کړه ای غفاره
اې د ټول جهان مالک پروردګاره

-
بېرته شاته