(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غــواړم

دغـــه پـســرلــی کــي نــــــــو بهـــار زه د پــښتـــون غواړم
نوي هنــګامه، نــوئ احساس، نــوئ ژونـــدون غـــواړم
ويــښ چــي کـي له خوبه سم و غر ته ژوندون و بخښي
پـه هغه آسماني رحمت خپل ګران وطن زرغون غواړم
قـــوم چــي را بــولــي د اتحاد او د ويــښتــوب پــه لور
هغسي مکتب، ويــښ معــلم، جــدي مضمــون غواړم
ځـان چــي کـړي ټــول وقـف د خواږه هېواد په مينه کي
مــــــيــنــــه لــــيـونــــۍ زه و زلمــو تــه د مــجنـــون غواړم
ســوي چــي پـــه اور د مـينـي تـل د دې ملت وي خپـــل
هغسـي کوګل، هســي زړګــي، هســي لــړمــون غواړم
څوک چه په زحمت کي دا ولس شخصي راحت غواړي
زه د هـغـــــــو خــلــــګو هــمــيشه د بـيــخ خــتــون غواړم
ســــــاتـي چـــه رمـــه خـــــپله، پــرديــو شــرمښانـو څـــه
خپـل عزيز ملت ته زه (خواخوږى) داسي شپون غواړم
ارواښاد استاد خواخوږی
 
 
 
د ١٣٩٠ نوي لمريز کال د پيل په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
 
نيټه: ١-١-١٣٩٠
د عربو متحده امارات
تر هرڅه دمخه د ١٣٩٠ لمريز کال د رارسيدلو په مناسبت افغان مسلمان ولس ته مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوو.
د ځمکو او آسمانونو يوازني خاوند الله (ج) په خپل خلق کړي کائناتو کې د نظام په ايجاد سره د کائناتو تر منځ د تغير او حرکت پر بنياد شپي او ورځي را منځ ته کړي، د انسان د پيدايښت سره ېي هغه اشرف المخلوقات ګڼلي او پر کائناتو او نورو ژوندي موجوداتو باندي حاکم ټاکلي دي.
انسانانو د خپل واک په خاطر د ټولنيز نظام د جوړښت سره جوخت شپي، ورځي، اوني، مياشت، څلور فصلونه ېي د هجري لمريز، هجري سپوږميز نظام تر څنګ د حضرت عيسي (ع) د پيدايښت له مخي تنظيم کړي او کليزه جوړه سويده او د کليزي پر بنياد د اداري نظام، سرکاري کار، ټولنيز، د ښووني او روزني نظام، د کښت او کسب چاري سر ته رسيږي.
کله چې يوکال پاي ته رسيږي او نوي کال پيل کيږي د خلګو هيلي په بيلو بيلو برخو کې تازه کيږي.
زموږ په ګران هېواد کې نوي کال د نوي پسرلي سره جوخت پيل کيږي چې د ژمي څخه وروسته ښه خوندوره هوا او ښکلي فضأ انسانانو ته د نوي ژوند پيغام رسوي.
که څه هم څه د پاسه د دري لسيزو را هيسي افغان ولس د نوي کال څخه خوند ندي اخيستي او هر کال د وينو په توئيدلو او د افغانستان په ويجاړولو پيل سوي ؤ خو اوس افغان ولس د ډېري ستړيا او ناخوالو او وينو توئيدولو څخه وروسته سولي او هوسايني ته ضرورت لري.
افغانان د تاريخ د پخوانيو تجربو او پيښو څخه پدي ښه پوهيږي چې سوله او هوساينه يوازي افغانان کولاي سي چې خپل هېواد ته راولي.
په افغانستان کې د طالبانو، حزب اسلامي او اسلامي دولت ترمنځ رښتني کلکه او تل پاتي سوله نه تش په خوله او د نه اغيزمندو ښاغلو په ذريعه راتلاي سي بلکه د قومونو د مشرانو، روحانيونو، علمأ کرامو، د روڼ آندو، ټولنيزو شخصيتونو (آغلو او ښاغلو) په ذريعه له روغي جوړي، خبرو اترو څخه وروسته د يو بل د وړانديزونو او هيلو په زغملو او منلو سره سوله ټينګيدلاي سي چې په پايله کې به د ولس د اوږو څخه د کلونو کلونو بربادي، قرباني او زيانمنيدلو پيټي ليري سي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټوله غړي د ١٣٩٠ کال د رارسيدو په مناسبت يو ځل بيا مبارکي او نيکي هيلي افغان مسلمان ولس ته د نړي په ګوټ ګوټ کې وړاندي کوي.
د لوي خداي (ج) څخه ټولو افغانانو ته ١٣٩٠لمريز کال خوشحاله او د برياؤ څخه ډک کال غواړي.
 
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر -
بېرته شاته