(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه ستوری لاړو

چــــې د پښــتون نام ونشان ؤ هغه ستوری لاړو پښتو ئې ځان،پښتو ایمان ؤهغه ستوری لاړو خپل پښتانه به لکه سـتـوري د اسـمـان ځــلـــوم دا ئې په زړه کې لوی ارمان ؤهغه ستوری لاړو شــمـــلـــه ئې چا ته ورپه سر کړم ای زما ملګرو چې د پښــتو شمله اوشان ؤ هغه ستوری لاړو د پښتنی غوټۍ حیا او د پــښــتـو پـــه خـــاطـــر چې ټول ملت ورته عیان ؤ هــغـه ســـتوری لاړو پښتنی مور ؤ ښه پـه مـیــنــه او پــښـتـو روزلـی ځکه په هر چــا مــهــربــان ؤ هــغــه ستوری لاړو ساپی ئې قبر بـانــدې ژاړی دوعــاګانـــی کــړی کوردپښتون چې پرې ودان ؤهغه ستوری لاړو

-
بېرته شاته