(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دذبیح الله شریفی شعرونه تازه شول

ازاد پښتونستان
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
څومره ځیات ښکولی ګلالی دی
هر چا چی لیدلی زړه یي پر بیللی دی
ولاړ جګ په دنګو دنګو غرو دی
ډیر باتور توریالۍ  یی روزلی دی
 
په ریښتنی ځانونه تر قربان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
د زړورو زمریو ښایسته ګلشن دي
هر ارمنان هر خیال مو دا وطن دي
په کی پراته د ننګیالیو ډیر سرونه دی
هم دغه زمونږ کور زمونږ ژوندون دي
 
د میړانی انقلاب په کی روان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
نور یی ماتی د هر بند زولنی کړو
را زوندی یی د توریالیو افسانی کړو
هر بچی یی ویښ د غلامی له خوبه کړو
په کی ښکاره د ازادۍ  نښی نیښانی کړو
 
هر رقیب غماز یی په لړځان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
ولی داڅی ورک ورک فریشانه دی
د دنیا نخشه کی بی نومه بی نیشانه دی
ولی دا څی تورو تیرو کی بندیوان دی
بی خبره غلی له هر څه د دنیانه دی
 
ورک یی هرغم هر خپګیان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
له نوری نړۍ سره یی برابره سیالی کړو
د دنیا هر رنګه خوښی په راټولی کړو
د میړاني خپلواکی بیرغونه په وزړؤ
جوړ جشنونه یي د هر خوشحالی کړو
 
ښکلی نوم یی روښانه په جهان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
نور د وطن د خپلواکی هر  قرزعدا کړو
عربانو زمونږ په سر د ازادی لاره پیدا کړه
د خدای له پاره ویښ شی نورهم ورکیړو تبا کیږو
هم دومره غلامی بس دی نور له وطن ځان فیدا کړه
 
ورڅخه په تیښته دښمنان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
ولی مو د انقلاب د خپلواکی غګونه ساړه دی
نوم د ازادی یی هیر دی ځوانان که زاړه دی
راجګ شی په وطن د بینګی بیرغ  زړیږی
ارمان ارمان سمدخان او غفار خان مړه دۍ
 
پوره مو د پلرو نیکو ارمان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
اول له خپلو غنمو شګی لری کړو
له خپلو زړونو نپرتونه ګیلی لری کړو
خدای مو شته دی هر څه به اسان کړی
بیا به د وطن هر درد ژړا ګانی لری کړو
 
لری هر نفرت هر کین له ځان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
تر کومه به له دښمنانو دا حڅی بی زایه ګیلی کړو
تر څه وخته به د پردیو خوښی ته خوشحالی کړو
ولی مونږ د بل په لمسون یو بل سره نه یوځای کیږو
راځی یوځای شو د هر بلا د هر عفت خولی غلی کړو
 
د دښمن هر څلۍ هر سنګر وران کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
 
ذبیح الله راځه په ټولو پښتنو غګ د یوالی وکړو
پیدا دا ورکه لار کړو په ریښتا ورورولی وکړو
محمود خان اسفان دیار ولۍ له یوبل سره یو ځای کړو
رڼا دا د غم  توری تیری کړو د ازادی شمی بلی کړو
 
د وطن نوم په زور په جارعلان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
راځی خپلواک ازاد پښتونستان کړو
ویناوال او لیکوال: ذ بیح لله شریفی
 
 
 
حق ویل د هرچا کار نه دی
 نن د هر چا سپینو خبرو کی تاوان دی
 
په د وطن د جنګ توفان روان دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
دلته مونږ ته بنګړی سری شوڼډی شراب ساقی خومار مه یادوه
د ښو ځوانانو دی پاتی ډیری کوڼډی د لیلا د غاړی هار مه یادوه
 
د غمونو زمونږ په ګلستان باران دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
د هر چا خونی ورانی دی له هیندی سیریال نه مونږ ته غزل مه جوړوه
څوک مسافر دی ژړاګانی دی خوار شی غزل د لیلا د اوربل مه جوړوه
 
زوړ که ځوان دی ناخبره له ځان دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
د شهید یتیمان په ژړا په غم دی د خدای لپاره ورته پلار یادوه
لاره مو ده ورکه کړی تور تم دی نوم د هر ظالم هر غدار یادوه
 
هر څوک مریض ډیر په خپګیان دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
هق ویل د هر چا کار نه دی په زخمونو مو مالګی مه دوړوه
دروغجن مکار مو یا ر نه دی حڅی د دروغو غالی مه غوړوه
 
ټول دوستان راته جوړ شوی ښامران دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
که یادوی یی شی په هیلمند لوګر جنګ دی د سوات وزیریستان بمبار یادوه
د ناتو دبم باریو له لاسه هر کور په وینو رنګ دی د ملایانو حلالول په جار یادوه
 
دلته د ټوپک سالار زور دوران دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
هر څه مو لیلام شو د عربو د ایران د پاکستان د غلامانو تیری هر ظلم مه هیروه
ولی نوم د وطن بدنام شو د هینتهاریانو هملی وغتده د پښتنو هر وژنه هر غم مه هیروه
 
د هر چا له لاسه زړه مو پری پری فریشان دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
وطن له خبګیانه ړنګ بنګ دی د چوپو وکیلانو وزیرانو لیکوالانو بی خبری یادوه
ذبیح لله غلی شه هر شعر د بدرنګ دی د کرزی او مولا عمر بی غوری یادوه
 
نن د هر چا سپینو خبرو کی تاوان دی
په دردونو کی د هر افغان ګزران دی
 
 
 
په وطن مو روان جنګ د ی
 
د هر چا زړه ډیر تنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
 
هر خواته مو جوړ تورتم دی
له زړو مو وینی روانی دی
د هر چا زړه مات قلم قلم دی
د خوارنو غریبانو ژړاګانی دی
 
نیولي مو د دردونو زنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
 
هر رنګه خبګیان راته اړم دی
په سر مو ولاړ تور مرګی دی
هر وخت ملګری راسره غم دی
دلته د کوڼډو یتیمانو زګروی دی
 
وطن ټول ملنګ ملنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
 
په هر چا خپور د ډار وهم دی
هر عفت مرض په مونږ راوری
ټول وطن مو لګیدلی په بم دی
ویجاړدی هر لور ته چی ګوری
 
هر کور کلی په وینو رنګ دی
په وطن مو روان جنګ دی
 
غدار ایجینټ زمونږ واکدار دی
د ژوند خوښی راحت نه شته
پردی خلک زمونږ پیردار دي
دلته د حق ویلو جورت نه شته
 
ځوانان که زاړه ړنګ بنګ دي
په وطن مو روان جنګ دی
 
دلته قاتیلان ظالمان مشور دي
هر چا باندی یی لاس بر دی
جوړ کړی یی شور ماشور دی
هر څوک روان په خپل سر دی
 
ورکړی مو هرعزت او ننګ دی
په وطن مو روان جنګ دی
 
هر چا راباندی نیښلولی چور دی
خدایه دا سر رنګه ژوندون دی
په مونږه بد حال بل سور اور دی
جوړ یو عجیب شانته جونون دی
 
په جنګونو وطن مو بدرنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
 
خدایه د هر افغان دغه ارمان دی
په وطن مو غګ د صولی راشی
زما ذبیح لله دغه دعا دا ارمان دی
په وطن د خپلواکی رڼا ګانی راشی
 
ورک د هر خوشحالی شړنګ دی
په وطن مو روان جنګ د ی
 
 
شعر
 
متن :د دنیا ټولی بدبختۍ زمونږ په کور کی دی
 
د هر چا ژوند د سرو لمبو په اور کی دی
د دنیا ټولی بدبختۍ زمونږ په کور کی دی
 
لویه خدایه هر یو مو وزرو ځارو کی دی
د هر چا زړه ژړاګانو چیغو نارو کی دی
هر یو روان ناخبر په ورکو لارو کی دی
 
هر څوک بندیوان د غوغا په شور کی دی
د دنیا ټولی بدبختۍ زمونږ په کور کی دی
 
خیالی وطن مو د پردیو په لاسو کی دی
هر یو پروت لوس د ظلم کوسو کی دی
زړونه مو د هر ډار په وسوسو کی دي
 
د جنګ له لاسه ژوند مو سور اور کی دی
د دنیا ټولی بدبختۍ زمونږ په کور کی دی
 
د دنیا هر غم ستم مو په زړو کی دی
د هر چا ژوند حیساب په مړو کی دی
افغانستان خپه خپه په جګړو کی دی
 
خدایه زما ذبیح لله زړه د صولی په فکرو کی دی
د دنیا ټولی بدبختۍ زمونږ په کور کی دی
 
زه پښتونستان نوم ازادی غواړم
پښتنو ستا سو ښکولی ګلالی پښتونستان یم
ولی بندیوان یم دردونه راسره مل دي غمیږم
تر کومه به ویده مید یم په جهان ویښول غواړم
دا چی جنګیږم د دښمن د دام ول دی ولی ژړیږم
له د کړاونو نه می نور بچ کړۍ ډیر خپه خپه یم
 
په خپګیان کی ګیریم اورونه په ما بل دي ځوریږم
د خدای له پاره ما مه هیروی زه مو خیالی وطن یم
ما ازاد کړۍ کړم سوالونه ډیر می بد حال دی زوبلیږم
یو وخت توریالی راسره ول په دوۍ ښایسته روښانه وم
اوس ولی تیروم د چا له پاره دا غمونه څه چل دی تبا کیږم
ارمان ارمان سمد خان غفار خان نه شته ورک ورک شوم
ټولو پښتنو ته دا وایم د ذبیح لله په خوله ولی وحل کیږم
وایی هر چاته خپل وطنونه ګل دي زه دامنم چی خړ پړ یم
بل وطن څومره ښایسته شی تا سو په کی یی بدرنګ بی نوم
***
نالت د وی د وطن په غادارانو او غلیمانو باندی
 
 
 واوره خدای وهلی غلیمه
 
 
هر چا ته ښکلی ښایسته جهان خپل وطن دی غلیمه
 
له خپله ځانه په مونږه ګران خپل وطن دی غلیمه
 
ستا به غرور د اتوم وی غرور کار د شیطان دی
 
افغانستان زمونږ سر او ځان خپل وطن دی غلیمه
 
اسلام زمونږ دین دی قانون مو پاک قران دی
 
مونږ ته خوږ جانان جانان خپل وطن دی غلیمه
 
ورک کیږی تبا کیږی جنګ کی دهر چا تاوان دی
 
ټولو ارمانو کی مو اول ارمان خپل وطن دی غلیمه
 
د روسانو تاریخ لا زوړ نه دی ستا هم دا ګزران دی
 
ځه لاړشه د هر بیچی یی ایمان خپل وطن دی غلیمه
 
خدایه هر غلیم ناکام کړی خیالی ګلشن مو فریشان دی
 
زما ذبیح لله ژوند تر نه قربان په خپل وطن دی غلیمه
 
*******
 
نالت د وی د وطن په غادارانو او غلیمانو باندی
 
 
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
 
 
ستا له لوړ نوم نیشانه شو قربان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
د یوالی ناری به د ټول لراو بر کوؤ
د خپلواکی انقلاب به د زرور کوؤ
مونږ په نګ ناموس د وطن سر ورکوؤ
 
د رنګا رنګ ګلونو باغ یی ګلستان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
هر سپه د تاریخ د دی له جیګ حمته ډکه
تیری افسانی د دی ټولی له غیرته ډکه
دا خړه خاوره د دی ډیره له جورته ډکه
 
په جګو غرو د یی سرشار ګران وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
تر څو چی دا دنیا وی هر بچی به د پالنه کړه
له هر غلیم غدار څخه به د هر رنګه ګټنه کړه
د ښکولی نوم نیشان به د هر افغان ساتنه کړه
 
په تا تیریړو له خپل مال او ځان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
د ورانولو هی جازت به د ورنکړو هی چاته ولله
دا مو قسم دی حیڅ کله د نه هیروؤ هی چاته ولله
په بی ننګی بی غیرتی به د پری نږدو هی چاته ولله
 
ټولی نړۍ ته دی زمونږه دا علان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
په دعا د ذبیح لله د خدای ورکړی نور دا جنګونه
کاشکی په تا راشی یو ځلی بیا د صولی ازادی غګونه
چی ټول افغانان درته جوړ کړو د خوشحالی جشنونه
 
خدای د بیا راته کړه روښانه قهرمان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یۍ افغانستان وطنه
 
*******
 
نالت د وی د وطن په غادارانو او غلیمانو باندی
 
 
 شعر
 
متن : افغانستان زمونږ غیرتی وطن دی
 
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
 
د هر چا یی خوخ خپل خپل محلونه دي
واوری په وریږی په کی هر رنګه ګلونه دي
خیالی ګلستان دی کلک کلک یی کمرونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
لوۍ لوۍ یی ډاګونه دي تور تور یی راغونه دي
سپینی چینی لرۍ بی جوړۍ یی باغونه دي
باعیزته یی د هر ملت د هر قوم کلتورونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
پاڼی د تاریخ یی ډیرۍ باغیرته کسی لرۍ
دا وطن بی سارۍ زیاتی اپسانی لرۍ
هر بچی باندی یی د جوړولو ډیر پورونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
خاوره یی ډکه له هر رنګه غیرته دی
په زړه د اسیا باندی باحمته پرته دی
د باتورو توریالیو په کی پراته زرور سرونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
می پریږدی تنها دا خاوره د هیریدو نه دۍ
زمونږه سر او ځان دی دا ملک د ورانیدو نه دۍ
ولی مو په بل کړی د غم سره ورونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
پلرو نیکو مو ساتلی په غټو حمتو باندی
می خرسوی د ډالرو په قمتو باندی
لاړ چور تالا شو دا ټول د رقیبانو کارونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
بس کړۍ دا جنګونه یو بل سره پوخلا شی
لرۍ کړۍ نپرتونه په مشوره د یوالی سلا شی
هر اتفاق اتحاد مو دښمن لره زورونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
هر څوک په بد نظر ورته ګوری سترګی یی وباسی
هر غلیم غدار په زور د ورورولۍ یوالی وباسی
ولی مو جوړ کړی د ګاوڼډیانو پیغورونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
زه ذبیح لله نه هیروم زما د ژوند هرارمان دی
دلته هر غلیم ظالم هر وخت په لړځان دی
د لیو ولیانو شهیدانو په کی کبرونه دي
ډیر ښایسته وطن دی جګ جګ یی غرونه دي
څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي
 
*******
نالت د وی د وطن په غادارانو او غلیمانو باندی
 
-
بېرته شاته