(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدای حکمت دی

د وطــن ښکلـــې هـــوا ښه طبيعت دی
 په وطن کې اوسيدل دخدای نعمت دی
 
هره سيمه هــــره خوا ښکلې  درې دي
موږ ته پاتې ترينه ښکلې خاطرې دي
 
اوسيدلو هرطرفښکلو ځايو کې
دوطن ښايسته بانډواوسردروکې
 
يو ورځ  د ننګرهار په لور مونيت شو
ديودوست دښادۍ رسم يې علت شو
 
محمودخان پله کې تم ځای وه دبسونو
ور روان وه ننګرهار تــه پــه لسګونـو
 
ما اودوست مې په لمړي سيټ کې دبس
موټـــــروان تــــر څنګه کيناستو خلص
 
چې روان موږ په مقصددننګرهارشوو
په ستايلو او قصو  د هغه ښار شوو
 
يوګـــړۍ لا تيره نـــه  وه  د ز مــــان
د ماهېپر ها چړاېي شــــو له عيان
 
ډيــــره ښکلــــې منظــره د مــــاهېپر
داوبـو هغه ابشار شــــو پــــه نظــــر
 
يوسپين ګيري وويل ښکلی طبعيت دی
دا ابشا او دا ماهيانو کې حکمت دی
 
ځوان ويلې:څه حکمت لري  ماهيان؟
چې ابشار ته په ختو دي سرګردان
 
تر يوحده دې ابشارته چې رسيږي
وس يې نه رسيږي بيرته ځينې وليږي
 
داناپوهه دي  بې ځايه وهې زور
ښه به داوي چې واپس شي کور په لور
 
زوړويل:دغه حکمت دی چې زې وايم
د مــــاهيان د ختلو عــــلت  ستايم
 
ويل : ماهيان ابشارپــه سر کې زيږدلي
هغه تيګې هغه کاڼـــو کې لـــوی شوي
 
تريووخته پورې  هلته کړی ژونددی
خېل روز ګارځني اخستی پوره خونددی
 
بيا کوم وخت چې اوريـدلي بارانونــه
پــدې سيمه کــې راغــلي سيلابــونه
 
دوی ېې لاندې د ابشاره غورځــولي
بس همدلته په همدې ځای کې لوی شوي
 
اوس چې لږ څه د طاقت او لږ د ځان دي
د خپل دزيږنده ځایو نو په ارمان دي
 
هر پرواز کې په دې هیله او آرزودي
په امید دځوانۍسيمو په لیدو دي
 
په خپل زور او په قوت ورپوته کیږ ي
هاکم ز وره ماهيان  بـیرته ترې راولیږي
 
ددوی صرف هدف ليدل دخپل مالت دی
پدې فکرچې بـه وران که سلامت دی
 
دا علت دی چې مالت  په هر چاګران دی
پرې خوشاله دی غريب یاچیرې خان دی
 
پدې راز اوس هم هغه خلک پوهيږي
چې د خپل وطن نه لرې کې اوسيږي
 
وطن ګران دی تر هر څه وطن عزت دی
په مالت کې اوسيدل دخدای نعمت دی
 
سميع الدين افغاني
م .کال   ۵٢- ٢   -  ٢٠١١  
 
-
بېرته شاته