(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنۍ ژبه

په نوروژبوچې مې خرڅه نه كړې
اې زما ګرانه ته مې مه هېر  وه
د ډوډ ۍ ژبـــه لاتراوسه نـــه يم
ښكلې جا نا نه ته مې مــه هېروه

زما په نوم با ندې ته ژوند تېروې
تا ته مې پت پد ې جها ن بخښلى
د بل پــه ژبه تــه ويا ړنـــه كوې
ما درته نوم د ستر افغا ن بخښلى

څنګه په زړه كې له ما كركه لرې
ما خوجها ن تـــه پېژندلى يې ته
چې و دښمن ته سجد ې نه كوې
زما پـــه سر با ندې ښا غلى يې ته

اې پــه نړۍ كې زما و يونكـو وروڼو
پـــه نوروژبومو ايما ن مـــه راوړى
له خوندو مــه اخلــى د حيا پړوني
وخپل نغري ته څه تا وا ن مه راوړى

چې زه دبل په كوركې هم ژوندى شم
ما د قلـــم ما د پوهنتــون ژبـــه كړئ
چې زوړتاريخ شي ورته بېرته په يا د
ما د هغـــه ننګيا ل پښتون ژبـه كړئ
كلات      21/2/2011

-
بېرته شاته