(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پارلمان ته

تل موښوروا نه لري غوښه
  مازي  خړې اوبه وي  اوچیچړه
سپو يې خوړلي وي هډوکي
 قصابانویې توره کړې وي کوفته
 
***
خیرکړې د ولس ددې ښکلې شورا سره
 چې په لاس کې نیولې ده د غبن  اهینه
دباڼو غشي له  جنګي کلا اوروي پر خوار نیاو
دا لویه بریا ده د پښتون وکیل یې کړی هزاره
 
***
ددنیاد قصابانو کور دی د هیګ دوکان
زموږ هغې  یو یو غړي کیږي  دپارلمان
خوري یو له بل سره لکه د ګور چنجان
ولسه ځان بچوه ددې رسوا شوکه  کاروان
 
***
ستاسو  ځانمنو ولولو ته مو سلام دی
ستاسو ډیرو مظاهرو ته مو سلام دی
تاسو یوه ورځ هم د ولس بمبارد ونه غانده
ستاسو وجدان ته موپه   دوو لاسو سلام دی
 
***
په سد خلک په لیونتون کې لیونیان شي
لکه د لیوني سپي داړلي جذامیان شي
له خروښه يې ناړی تویږي لیوني اوښان شي
 دځان په ګټه يې هیرایمان او وجدان شي
 
***
د واک پر آس سپاره کافران شي
پياده یې ټوله د پلار  مرییان شي
چې له آسه ولویږي افغان شي
بیا یې کلیمه په یاد او مسلمان شي
 
***
 د لوی سړی سپينه  ږیره او خولۍ شي
سپین یې کالي او لویه یې سدرۍ شي
که  د شنو ډالرو په لیدو شي چپک
 داسې لکه قطبي یږ چې بې لکۍ شي
 
-
بېرته شاته