(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

پکې ړقیږي د دلدل نه يې پړکی نه خیژي
د چا خبره سوړه خیژي خو موګی نه خیژي

مینې مې خپل ته د خپل سر د پاسه لار ورکړې
زما اوږو ته دې په زور باندې پردی نه خیژي
 
ستا ککرۍ ته د جنګي جنون نشه ختلې
خو نتیجه يې د وحشت نه غیر بل شی نه خیژي
یا څوک ناشنا په وینو سور دی بې کفنه پروت دی
یا د شهید لالي د غاړې نه ګانډی نه خیژي
ستا د جنګي جنون غولۍ ده وس تاویږه پکې
مړی ترې غاړې ته ختلی شي ژوندی نه خیژي

په ډوډي بم ږدي په دښمن پورې نن ډډې مږي
چې شنې هوا ته د خوارانو توغندی نه خیژي

ای د مغرب شینټغه تا او خپل کارغان پيژنم
نور به کرسۍ ته رانه ستاسو ګوډاګی نه خیژي

د وحشت زول دی د خپل قام وینه توده وساته
خوږلنه شپه ده د سبا ستوری ګړندی نه خیژي
--احسان خوږلن--جندول دیر

Selected by: Alhaj Fazal Hakim Andaleeb

-
بېرته شاته