(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

هغه سړی د خپل ارمان په وینو رنګ وختو
تا چې ګمان پرې د باچا کوو ملنګ وختو
 
زما د هرې لارې سر ته یو ازغی ولاړ دی
زما د هرې لارې مینځ کې یو ګړنګ وختو
 
څوک به له چا د مغل والي خلاف ننګ وغواړي
دلته خو هر یو سیوری سیوری د اورنګ وختو
 
چې په هیڅ رنګ ورباندې رنګ د محبت نه خیژي
ددې بازار په دیوالونو داسې رنګ وختو
 
قیصره تا ورپسې واړه کاینات پره کړو
زما د سر دښمن نزدې زما تر څنګ وختو
رالیږنه او انتخاب: الحاج فضل حکیم عندلیب
 
-
بېرته شاته